هېواد کې د کورونا ۷۹۳ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي

د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۷۹۳ کسانو د کورونا پایلې مثبتې ختلې دي.

د دغه وزارت د عامه اړیکو مسوول سعیدالدین جامي وايي چې د دغو شمېرو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۲۶ زره ۳۱۰ ته ورسېده.

د نوموړي په وینا، په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ۳۸۱ ناروغ بېرته روغ شوي او ۱۳ نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ۴۹۱ کسان د کورونا ویروس له کبله مړه شوي او ۵ زره ۵۰۸ نور بېرته رغېدلي دي.

تر اوسه په نړۍ کې له ۸ میلیونه او ۱۱۳ زرو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۴۳۹ زره هغه مړه شوي او له ۴ میلیونه او ۲۱۳ زرو نه ډېر بېرته روغ شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام