د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس له ۱۱ سوو ډېرې شکمنې پېښې کتلي چې له ډلې نه یې ۵۶۴ هغه مثبتې ختلې دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، اوس په ټول هېواد کې د کورونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۵۰۰ او د رغېدلیو هغو شمېر له ۶ زرو واوښت.
د عامې روغتیا وزارت د تازه شمېرو په خپرولو سره ویلي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۳ کسانو د کورونا ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶۵۰ نور بیا بېرته له دغې ناروغۍ رغېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، ۵۶۴ کسان له تېرې یوې شپې او ورځې راهیسې پر کورونا ویروس اخته شوي چې په دې سره ټول هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۶ زره ۸۷۴ ته ورسېده.
د دغه وزارت د شمېرو پر بنست، اوس د هېواد په کچه د کورونا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۵۰۴ ته او له دغې ناروغۍ د بېرته رغېدلیو هغو شمېر ۶ زره ۱۵۸ ته رسېدلی دی.