هلمند کې زرګونه ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیقيږي

 ځایي روغتیایي چارواکي وايي، چې په پام کې ده په هلمند ولایت کې شاوخوا ۷ سوو زرو ماشومانو ته په دغه پړاو کې د ۴ زرو واکسیناتورانو له لوري د پولیو واکسین ورکړل شي.  

د هلمند د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت امر ډاکترعبدالاحد حازم د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۵ زېږدیز/ ۱۰ مې)  د واکسين کمپین د پېل پرمهال خبريالانو ته وويل، که څه هم په دغه ولايت کې اوس د پوليو ناروغي ترکنټرول لاندې راغلې، خو بيا هم په دې وروستيو کې په خانشين ولسوالۍ کې د ګوزڼ يوه مثبته پيښه ثبت شوې چې یو ۷ کلن ماشوم یې فلج کړی دی.

نوموړي زياته کړه، چې "موږ تر خپله وسه پورې کارکوو، خو یوه مثبته پېښه اوس ثبت شوې ده" د نوموړي په وينا دغه پېښه د ناامنيو له امله رامنځ ته شوې، ځکه واکسيناتوران هلته نه شي تلی او ماشومان د واکسین څخه محروم پاتې شي.

د ده په وينا همدا اوس د یاد ولایت په نهر سراج کې هم ورته پېښې شته، خو هيله من دی، چې ځايي اوسېدونکي به د له منځه وړلو له پاره ورسره مرسته وکړي.

 ‌له بله پلوه د نیمروز والي امیرمحمد اخندزاده د پولیو کمپین د شروع کېدو پرمهال سلام وطندارته وویل، چې دغلته به د پنځو ولسوالیو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي.

نوموړي زياته کړه، چې" شاوخوا ۷۲  زرو ماشومانو ته به د پولیو واکسین او د چینجي ناروغي درمل ورکول پېل شي."

 سره له دې، چې افغانستان ډېرو سیمو کې اوس د پولیسو ناروغي ریښې ایستل شوي، خو لاهم په ځینو ناامنه سیمو کې د واکسین کمپین نه تطبیق له امله د پولیو مثبتې پېښې لیدل کیږي. 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام