
د هلمند والي حیات الله حیات د دې ولایت اوسېدونکو ته په يوه غونډه کې د دغه مطلب په څرګندولو سره وویل، چې د دغو ۱۵۰ امنيتي پوستو مسوولینو له مقاومت پرته خپلې پوستې طالبانو ته پرې اېښې وې او تښتېدلي وو.
حیات الله حیات د قومي مشرانو او دیني عالمانو غونډې ته وویل، چې دغلته پوليس پر اشخاصو او کړيو پورې تړلي دي؛ نو ځکه خو ۱۵۰ امنيتي پوستې طالبانو ته له کوم مقاومت پرته په لاس ورغلي دي.
د والی حیات پر وینا دغو کسانو د تېښتې پرمهال نه يوازې له کوم مقاومت پرته خپلې پوستې پرې اېښې، بلکې هغوی د لارې په اوږدو کې غلاوې هم کړي او ځانونه يې مرکز لښکرګاه ته رسولي دي.
د هلمند والي وايي، درې ورځې وړاندې دوی پرېکړه کړې، چې له ژمنې سره سم ټول هغه امنيتي مسوولين او سرتېري، چې له مقاومت پرته يې خپلې پوستې طالبانو ته پرې خوشې کړي هرومرو به یې څارنوالۍ ته ور وپېژني.
والي ټینګار وکړ، پړو او مجرمو امنیتي افسرانو او سرتېرو ته به د قانون له مخې کم از کم د ۱۶ کلونو بند سزا واورل شي.

د راپورونو له مخې په دې۱۵۰پوستو کې ۳۸ یې د ملي اردو او ۱۱۲ یې د پولیسو پورې اړوند پوستې دي.
ښاغلی حیات وايي، دوی د ټولو تښتېدلو افسرانو او سرتېرو په اړه کره شواهد او سندونه لري.
په ورته وخت کې د هلمند امنیه قوماندان اقانور کینتوز سلام وطندار ته وویل، چې تردې دمه یوازې ۵ کسان څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي او د نورو امنیتي پوستو د سقوط په اړه څېړنې روانې دي.
کینتوز زیاته کړه، دوی به په دې پوره څېړنه وکړي، چې دغو پوستو سقوط کړی او که تکتیکي شاتګ یې کړی. د ده پر وینا پولیسو په امنیتي پوستو کې قربانۍ ورکړي او په دې شمېر سره پوستې نه دي سقوط شوي.
په هلمند کې سږ کال یو ځل بیا طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی، چې په ترڅ کې یې د جګړو لمن له ولسوالیو د ولایت مرکز لشکرګاه څنډو ته ورسېده.
په دې جګړو کې امنیتي ځواکونو، د دولت وسله والو مخالفینو او ولسي وګړو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ زرګونه کورنۍ هم بې ځایه شوې دي.





