هلمند کې د هند مرسته شوي غنم غلا شوي

افغانستان له هند سره د یوې موافقې پر اساس د ۱۳۰ زرو ټنو غنمو قرارداد لري چې د دې ۴۵۰۰ ټنه يې هلمند ته ورکړل شوي. دا غنم د بېړنیو پیښو پرمهال اړمنو کورنیو سره د مرستې په پار لېږل شوي؛ د دې غنمو څخه ۲۵ ټنه يې غلا شوي.

د هلمند والي محمد یاسین خان که څه هم د غلا شویو غنمو اندازه ونه ښودل؛ خو وايي امنیتي او کشفي ادارو غنم بېرته تر لاسه کړي او په‌دې اړه څېړني روانې دي د غلا شویو غنمو کسان ونیسي.

خو بله‌خوا د هلمند ولایتي شورا رییس عطاالله افغان وايي، دوی ته په‌دې اړه معلومات رسېدلې چې د نادعلي ولسوالۍ د ټولنیزي شورا پخواني مشر محمدنبي الفت په نوم غنم د یوې رسمي عریضې پر اساس د اړمنو کورنیو له‌پاره غنم وړل شوي؛ خو اړمنو کورنیو ته د ورکړې پرځای یې په بازار کې وړه شوې بڼه پلورل.

د ده په خبره، وړړه په بازار کې لیدل شوي او امنیتي او کشیفي ارګانونو په دې اړه نورې څېړنې پیل کړې‌دي.

د دې پوري شوي تور په اړه د هلمند نادعلي ولسوالۍ د ټولنیزي شورا پخوانۍ مشر محمد نبي الفت وايي، پر ده لګول شوی تور بې‌بنسټه دی او په وینا یې ده کله هم عریضه یا وړاندیز نه‌دی کړی.

د ده په خبره، د غنمو غلا نوې موضوع نه‌ده بلکې له‌دې مخکې هم د شمال نا امنو ولسوالیو غنم راویستل کېږي او په بازار کې پلورل کېږي.

دا چې هلمند کې د ۲۵ ټنه غلا شویو غنمو په اړه به څومره څېړنه کېږي او په ازاد بازار کې به يې د پلورلو مخه نیول کېږي او که‌ نه؛ د هلمند والي له لوري د ټاکل شوي پلاوي له لوري څېړل کېږي او پایلو ته يې باید انتظار و ویستل شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام