هلمند ولایتي شورا: طالبان د کوټې شورا هلمند ته لېږدوي

دهلمند د ولايتي شورا مرستيال ملاعبدالمجيداخندزاده وايي، چې وسله وال طالبان کلک هوډ لري، چې د دې ولایت شمالي ولسوالۍ موسی کلا ته د کوټې شورا ور انتقال کړي او له همدې سیمې خپل فعالیتونه پیل کړي.

اخندزاده وايي، هغه معلومات چې دی یې د هلمند شمالي ولسوالیو موسی کلا، سنګین او نوزاد ولسوالیو له اوسېدونکو لري، د طالبانو د کوټې شورا ځېنې مهم نظامي قوماندان راغلي دي او په دې ولسوالیو کې یې ځای پر ځای شوي دي.

نوموړی له حکومته غواړي، چې په دې ولسوالیو کې ستر پوځي عملیات پیل کړي او زیاته یې کړه، چې که حکومت په دې برخه کې بې غوري وکړي، نو دغه سیمې به د حکومت له واک ووځي.

د هلمند ولایتي شورا مرستیال په داسې حال کې دغه خبرداری ورکوي، چې د هلمند شمالي ولسوالۍ له جغرافیایي اړخه پراخې او د وسله والو طالبانو له پاره له اقتصادي اړخه مهمې دي.

د ولایتي شورا مرستیال عبدالمجید اخندزاده وايي، چې په دې وروستیو څو میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو سره په مخامخ نښته کې د طالبانو په لیکو کې پاکستاني پوځ نظاميان جګړه رهبري کوي او په وژل شویو طالبانو کې څو ځلې د دوی جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.

خو په ورته وخت کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان تورنجنرال معین فقیري په دې اړه سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د وسله والو طالبانو رهبرۍ پرېکړه کړې وه، چې د کوټې شورا هلمند ته ورلېږدوي.

فقیري وايي، چې افغان امنیتي ځواکونو د دغو فعالیتونو مخه نیولې او د طالبانو دغه پرېکړه یې په ټپه درولې ده.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان وايي، چې افغان کماڼدو ځواکونو له خوا په هلمند کې د طالبانو د ځپلو له پاره عملیات پیل شوي دي او تر اوسه په دې عملیاتو کې بریالي دي.

فقیري زیاتوي، چې دوی په هلمند کې د خنجر په نوم او د ټول افغانستان په کچه یې د شفق په نوم عملیات پلان کړي دي.

د ده په خبره، د هلمند خنجر عملیاپ په سنګین ولسوالۍ کې پیل شوي دي او د شفق عملیات به ډېر ژر پیل شي.

د میوند قول اردو قوماندان په داسې حال کې د ولایتي شوار دغه راپور او د طالبانو د ځپلو په اړه خپل چمتووالی او بریالیتوب خبرې کوي، چې  هلمند والي میرزاخان رحیمي سلام وطندار سره د جنوري میاشتې په ۲۱ نېټه په مرکه کې دا منلې وه، چې له موسی کلا او نوزاد ولسوالیو ټول امنیتي ځواکونه یې راویستلي دي.

رحیمي همدا ډول ویلي و، چې دوی له دې ولسوالیو تکتیکي شاتګ کړی دی.

هلمند کې له تېرو لسو مياشتو راهيسې د دې ولايت شمالي ولسواليو کې موسي کلا، سنګين ، نوزاد، بغران او سویلي ولسواليو کې مارجه، ديشو او يوشمېر نورې سيمې وسلوالو طالبانو ترخپلې ولکې لاندې راوستي دي. او افغان حکومت هلته یواځې په خپلو مېشتو نظامي مرکزونو کې په څلورو دیوالونو کې حکومت کاوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام