د لوګر ولايتي شورا غړي وايي، چې د ياد ولایت په ځينو ولسواليو کې د افغان ځواکونو له لوري د پوځي عملياتو په پایله کې لسګونه کورونه ویجاړ شوي او عامو وګړو ته سخت مالي زيانونه اووښتي دي.
د لوګر ولایتي شوراغړي ډاکترعبدالولي وکیل سلام وطندار ته وویل، چې د دغه ولایت د ازرې په نښته کې تر سلو زیاتو کورنیو ته د سر او مال زیانونه رسېدلي دي.
وکيل وايي، چې په ازرې ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ درې ښځې وژل شوي او پنځوس کورونه او د ولسوالۍ بازار نړېدلی دی.
هغه وايي، د نښتې په پایله کې درې میرمنې او یو ماشوم وژل شوی او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د ازرې، بره کې برک او څرخ ولسوالیو ځايي اوسیدونکو له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې د دوې یوشمیر بې ګناه کسان وژل شوي کورونه یې نړیدلي او په ډير سیمو کې کرهڼه هم ټکنې شوې ده.
ولسي وګړو په ښکیلو خواوو غږ وکړ، چې په نښتو کې او بریدونو کې د ملکې وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.
اخوا بیا د لوګر پوځي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په ازرې، بره کي برک، څرخ او محمداغې ولسوالیو کې د افغان ګډو ځواکونو ۲۰ورځني پوځي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې وسله والو طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اړولې ده.
د لوګر او مېدان وردګو د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال عبدالرازق ساپي سلام وطندار ته وویل، په دغو ۲۰ ورځنیو عملیاتو کې ۹۲ وسله وال طالبان او ۹ تنه ولسي وګړي وژل شوي او د اتو ملکیانو په ګډون سل تنه مخالفین هم ټپیان شوي دي.
ساپی زیاتوي، په دغو عملیاتو کې ۸۲ میله سپکې او درنې وسلې هم دافغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
قومندان رازق وايي، چې د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې يواځې ۵۴ تنه وژل شوي.
همدارنګه د ده په وینا د عملياتو په پایله کې يې ۱۵ تنه په څرخ او پاتې نور يې د ياد ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې وژلي دي.
د څلورمې پلې لوا قوماندان وایي، په دې ترسره شویو عملیاتو کې ۶ امنیتي سرتیري هم وژل شوي دي.
په ازرې څرخ او بره کې برک ولسوالیو درې ځلې وسله والو طالبانو بېلا بیلي حملې وکړې، چې غوښتل یې دغه ولسوالۍ په خپله ولکه کې راولي، خو د دوی هر ځل بريد د افغان ځواکونو له لوري دفعه شوي.
وسله وال طالبان بیا وایې، اوس هم د لوګر په بره کې برک څرخ او ازرې ولسوالیو کې یو شمیر امنیتي پوستې د دوی په ولکه کې دي او له افغان ځواکونو سره د عزم عملیاتو باندې بوخت دي.





