د هلمند ولایت باسواده مېرمنې وايي، په دولتي ادارو کې د ګومارلو پرمهال جنسیتي تبعیض ورسره کېږي او سربېره پردې هغه کسان په دندو ګومارل کېږي، چې اړیکې ولري.
لسګونه هلمندۍ باسواده مېرمنو نن د هلمند مدني ټولنه کې راټولې شوې وې او په سیمه ییزې حکومتي ادارې یې نیوکه وکړه، چې مېرمنې یې په دولتي بستونو کې له پامه غورځولي دي.
د دې اعتراض کوونکو له ډلې نرګس، سیما او بي بي امینې سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، سره له دې چې لوړې زده کړې یې کړي دي؛ خو په ادارو کې د کار کولو فرصت نه ورکول کېږي.
دغه لوستې نجونې شکایت کوي، چې په ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه هم نه ګومارل کېږي او ورته بېلابېلې پلمې جوړوي.
د هلمند مدني ټولنې د ښځینه وو، کمېټې مشرې شهناز فایض له حکومته وغوښتل، چې د دولتي دندو د ګومارنې په پروسه کې باسواده مېرمنو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
شهناز وویل، د مېرمنو په برخه کې د حکومتي ادارې بې غوري زغملی نه شي.
دغه راز د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، چې په دولتي ادارو کې ضوابت حاکم دي او زیاته یې کړه، دوی به پوره هڅه وکړي، چې په دولتي ادارو کې مېرمنو ته زیاته ونډه ورکړي.
ځواک ډاډ ورکړ، چې د مېرمنو د ستونزو حل په برخه کې به کوټلي ګامونه واخلي.