د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده وايي، چې نن سهار د (می پر ۲۰مه) د هرات ښار په ۱۳مه ناحیه کې یو پلار خپل ۳۵ کلن زوی د لرګي پهواسطه وژلی دی.
د وليزاده پر وینا، دا سړی د شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی دی او اوسمهال د پولیسو په ولکه کې دی.
د وليزاده په خبره، تر اوسه د دې پېښې دقیق علت نهده معلوم؛ خو د هلک پلار وايي، چې زوی یې پر نشهيي توکیو روږدی و.
په روان کال کې دا لومړی ځل دی، چې یو پلار خپل ځوان زوی وژني.