د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد وليزاده سلاموطندار ته ویلي، هغه کس چې د پیغمبري دعوه یې کړې وه، بېګاه د دغه ولایت د نهمې امنیتي حوزې له اړوند سیمې نیول شوی دی.
د هرات د حج او اوقافو رییس عبدالخالق حقاني وايي چې یاد کس محمدزلمی نومېږي او د دغه ولایت د پښتونزرغون ولسوالي اوسېدونکی دی.
د حقاني په وینا، یاد کس مخکې د یوه جومات ملاامام و او درې کاله وړاندې یې هم د پیغمبري دعوه کړې وه، خو هغه مهال له خپل کاره پښېمانه و او توبه یې اېستلې وه.
نوموړی زیاتوي، د محمدزلمي له ادعا وروسته دوی ورسره مناظره لرله، خو «هغه چې ځان پیغمبر ګاڼه، مات شو او بېرته یې توبه واېستله.» حقاني وايي، محمدزلمي ویلي چې د وحې پرښته جبرايیل یې په خوب لیدلی او د پیغمبرۍ زېری یې ورکړی دی.
د هرات د حج او اوقافو رییس وايي، د یاد کس څرګندونو د خلکو احساسات راپارولي او اوس د پولیسو په نظارت کې دی.
محمدزلمی په یوه ویډیو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې، د نبوت ادعا کوي او وايي چې د وروستۍ زمانې پیغمبر دی او هڅه به وکړي چې د خلکو عقیدې بدلې کړي.