هرات کې د ډبرو سکارو او ګازي بخاریو کارونې خلک مسموم کړي

د ډبرو سکارو بخارۍ، چې په دې وروستیو کې کارول زیات شوي دي

د هرات ولایت حوزوي روغتون چارواکي وايي، چې په وروستیو درې میاشتو کې شاوخوا ۴۰۰ هراتیان ګازي بخاریو او ګاز لرونکو سوند توکو کارولو له امله ګازو نیولي دي.

د دغه روغتون شمېرې ښيي، چې ۲۰ ورځې مخکې له ۱۰۰ زیات کسان د ګازو د خپراوي له امله روغتون ته ور وړل شوي دي.

د هرات حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شیرزی وايي، چې د ژمي موسم په پیل سره خلک په کورونو کې د ډبرو سکاره، لرګي، ګاز او د خونو ګرمولو له پاره د سوند له پاره ډول ډول توکي کاروي، چې له دې سره د مسمومیت پېښې زیاتې شوي دي.

شیرزی وايي، چې د هرات په حوزوي روغتون کې هره ورځ په منځني ډول په خونو کې د ګازونو د خپراوي له کبله چې د مسمومیت لامل کېږي د ورځې ۵ پېښې ثبتوي.

د لرګیو د سوند بخارۍ چې شاوخوا له نیمې پېړې را هیسې خلک افغانان کاروي

څو ورځې مخکې په هرات ولایت کې یوه ناوې، خاوند او درې تنه نور د ګازو له امله مړه شوې وو.

د هرات حوزوي روغتون د بېړنۍ څانګې مشر ډاکټر عزیزالرحمان جامي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د ګازو له امله د مسمومیت زیاتې پېښې د هرات په ښار کې رامنځته شوي دي.

دی وايي، چې لامل یې د سکارو ډبرو ناسم کارول دي.

د دغه روغتون د داخله ناروغیو ډاکټر محمد داود هاشمي له کورنیو غواړي، هره هغه کورنۍ چې د ډبرو سکارو څخه استفاده کوي لومړی دې په ازاده فضا کې ښه صاف کړي او بیا دې خونې ته یوسي.

صندلی، چې د هرات خلکو له بومي دودونو څخه ده

دی همدا ډول وايي، چې له هغو ګازي بخاریو استفاده مه کوي، چې دودکش نه لري.

ده وویل، چې په دې وروستیو کې په هرات کې دغه ډول بخاریو کارول زیات شوي دي.

د مایع ګازو د استفادې په پایله کې د کوټې فضا ته د کاربن مونواکساید په نم ګاز تولیدېږي.

دا هغه ګازي بخارۍ دي، چې دودکش نه لري

هغه کورنۍ چې ټوله ورځ یې د خونې کړکۍ او دروازه تړلي وي، د دغه ګاز د تنفس له امله سر درد او د سر ګنګسي باندې مبتلا کېږي.

دغه کار ډېر ګواښوونکی دی، دغه ګاز انسان ته خوب ورولي او بلاخره په ارام مرګ یې وژني.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام