هرات کې د غور ولايت سلګونه اوسېدونکيو لاريون وکړ

د غور ولايت سلګونه اوسېدونکيو چې په هرات ولايت کې اوسېږي، دې لپاره چې د ۱۳۹۹ مالي کال په بوديجه کې د مرکزي ولايتونو د لويو لارو سړکونو جوړولو لپاره بوديجه نه ده ځانګړې شوې، لاريون وکړ.

 معترضانو د هرات ولايت د سيمه‌ييزې ادارې ودانۍ مخې ته په يوه راټولېدنه کې د حکومت مرکزي اداره له غوريانو سره پر دوه‌ګوني چلند تورنه کړه.

دوی خبرداری ورکړ، که حکومت يې غوښتنو ته پام ونه شي، خپل اعتراضونه به نورو ولايتونو ته هم وغځوي.

دوی ادعا کوي چې حکومت په تېره يوه نيمه لسيزه کې غور ولايت ته هېڅ پام نه دی کړی او د دې ولايت د اوسېدونکيو سره يې دوه‌ګونی چلند کړی دی.

د غور والي غلام‌ناصر خاضع وايي، د معترضانو غوښتنې د حکومت مرکزي ادارې سره شريکې کړې دي او هيله شته چې د کابل- غور لويې لارې لپاره بوديجه ځانګړې شي.

د دې ولايت د اوسېدونکيو د نن ورځې د لاريون اساسي غوښتنې د غور – کابل د لویې لارې جوړول او د پوزه‌لېچ برېښنا پروژې بشپړول شامل دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام