په هرات ولایت کې د وسله والو طالبانو د خپلمنځي جګړې له امله ۱۱ طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد سلام وطندار ته وویل، تېره شپه د ملا هبت الله د ډلې ملا صمد او د ملا رسول د ډلې ملا ننګیالي د پلویانو تر منځ په شینډنډ ولسوالۍ کې جګړه شوې ده.
د فرهاد پر خبره، په دې جګړه کې ۹ تنه د ملاصمد او ۲ تنه د ملا ننګیالي له لوري وژل شوي دي.
د هرات د والي ویاند وایي، چې په نښته کې له دواړو لورو ۱۱ تنه ټپیان شوي هم دي.
جیلاني فرهاد وویل، د شینډنډ ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې افغان امنیتي ځواکونه حضور لري او د ولسوالۍ پر وضعیت واکمن دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.