هرات کې «د سولې فرش» په نوم نندارتون جوړ شو

د هرات اختیارالدین کلا نن «د سولې فرش» په نوم د یوه نندارتون کوربه وه.

د دغه نندارتون موخه د خلکو د سولې غږ اوچتول او د بین‌الافغاني خبرواترو پیل و.

په هېواد کې د جګړې او ویجاړۍ او د وروستیو نږدې دوو لسیزو لاسته‌راوړنو تصویرونه په دغه دوه‌ورځني نندارتون کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

د نندارتون جوړوونکو په وینا، د دغه نندارتون نندارچیان د سولې په اړه خپلې غوښتنې او اندېښنې لیکي او بیا یې د دولت د سولې مرکچي پلاوي ته لېږي چې په بین‌الافغاني خبرواترو کې پرې بحث وکړي.

په یاد نندارتون کې انځور او حکاکي شوي اثار، لاسي صنایع او د لاسونو په وسیله د هرات جوړ شوي تاریخي ځایونه نندارې ته اېښودل شوي دي. د نندارتون جوړوونکو په وینا، هغه اثار چې په یاد نندارتون کې اېښودل شوي، د زده‌کوونکو کار و.

دغه نندارتون به دوه ورځې په اختیارالدین کلا کې د نندارچیانو پر مخ خلاص وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام