نېکولاس‌کي سره خبرې؛ سياسي جنجالونه او د کورونا پر ضد يووالی

افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نېکولاس‌کي د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ جنجال جدي ستونزه ګڼي او له دواړو غواړي چې هوکړې ته رسېدو لپاره له هرې لارې کار واخلي.

نېکولاس‌کي له سلام‌وطندار سره په ځانګړې مرکه کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د پخواني ولسمشر له مرستيال محمد یونس قانوني او له عبدالرب‌الرسول سیاف نه غواړي چې خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې له مخې يې سياسي جنجالونه هوارېږي او محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله دې هم د منځګړو کسانو هڅو ته مثبت ځواب ورکړي.

افغانستان کې د ناټو ملکي استازی له افغان امنيتي ځواکونو سره د خپلو همکاريو د دوام ډاډ ورکوي او وايي چې ناټو افغانستان سره د امنيتي ځواکونو په ملاتړ او د سولې په پروسه کې د همکارۍ لپاره ژمنه ده.

نېکولاس‌کي ټينګار کوي چې طالبان د جګړې په ډګر کې نه شي بريالي کېدای او سولې ته د رسېدو لار يوازې د خبرو له لارې کېږي او بس.

نوموړی وايي، د سولې خبرو کې د ښه نيت لپاره د ۴ زرو سرتېرو کمولو وروسته به د دوی سرتېري ۱۲ زرو ته ورسېږي. کي زياتوي، د ناټو پرېکړه مشروطه ده او دا راز پرېکړې وضعيت ته په کتو کېږي.

افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نېکولاس‌کي همداراز وايي، طالبان بايد پر خپلو ژمنو عمل وکړي او بين‌الافغاني خبرو کې دې وړاندې تګ وکړي چې ناټو به افغانستان کې له سولې وروسته هم خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.

د نېکولاس‌کي په وينا، ناټو د افغانستان د سولې په پروسه کې پانګونه کړې او غواړي چې په دې برخه کې پرمختګونه وويني.

نوموړی کورونا ويروس ته په اشارې وايي چې ناټو او نړيوال همکاران يې د کورونا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له افغانستان نه ملاتړ کوي.

ياد سازمان له افغانانو غواړي چې د روغتياپالانو لارښوونو ته پام وکړي:« کور کې پاتې شي، فاصله مراعت کړي، له ډله‌ييزو ناستو لرې و اوسي او لاسونه په اوبو او سابون ومينځي.»

نېکولاس‌کي وايي، طالبان دې د امنيتي ځواکونو او د عامو له خلکو له وژلو ډډه وکړي او پرې دې ږدي چې افغانان په کرارۍ سره له کورونا ويروس سره مبارزه وکړي.

نوموړی همداراز وايي، افغانان د سولې تږي دي او اوسمهال د سولې راوستو لپاره يو ښه فرصت دی.

افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نېکولاس‌کي په داسې حال کې د سولې خبرو د پيل غوښتونکی دی چې ۱۰۰ طالب بنديان تېره ورځ او ۱۰۰ يې هم نن د بګرام له زندان نه خوشې شول.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې طالبانو يو درې کسيز تخنيکي پلاوی کابل ته د بنديانو د پېژندنې لپاره کابل ته راولېږه چې د بنديانو د خوشې کولو د ځنډ له کبله ياد پلاوی بېرته دوحې ته لاړ.

خو د طالبانو د يادې پرېکړې نه وړاندې ولسمشر غني د طالب بنديانو د خوشې کولو فرمان صادر کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام