نی: د ولسي جرګې ځينې غړي پر فېسبوک د محدودیت وضع کولو هڅې کوي

د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې رییس صدیق الله توحیدي نن پنجشنبه ( جولای ۴مه) په کابل کې د ټولنیزو رسنیو شبکې اوونۍ غونډې ته وویل، چې د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو د چارو ادارې ته د لیک په استولوسره پر ټولنیزو شبکو د محدودیت وضع کولو غوښتنه کړې.

د توحیدي پر وینا، مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت په قصدي توګه د فیسبوک سرعت کم کړی دی.

توحیدي مني، چې یو شمېر کسان د ټولنیزو شبکوله لارې اوازې خپروي او د خلکو ترمنځ نفاق اچوي، خو زیاتوي د دې کسانو سره د مبارزې په موخه دولت نه باید اساسي قانون تر پښولاندې کړي  .

خو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ویاند یاسین صمیم سلام وطندار سره په خبرو کې د "نی" یا ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې څرګندونې رد کړې او زیاته یې کړه، چې دوی ته پر فیسبوک د محدودیت وضع کولو په اړه هیڅ کوم داسې لیک نه دی ور رسیدلی.

نوموړي زیاته کړه:  " انترنټي خدماتوکیفیت د ډيرو هېوادونو په پرتله ښه دی ځينې وختونه په یوه سیمه کې ډير انتنونه وي، چې انټرنیټ کیفیت راټيټوي څوک چې د تخنیکي اړخه ستونزه نه شي درکولای هغوی فکر کوي چې موږ قصدي دا کار کوو. "

صمیم زیاته کړه، په افغانستان کې د وینا ازادي د یو اصل په توګه پيژندل شوی دی او هېڅ دولتي بنسټ نه شي کولای، چې د ټولنیزو رسنیو د خبر رسونې مخه ونیسي.

پرفیسبوک د محدودیت لګولو خبر په داسې حال کې خپريږي، چې اوسمهال په ټولنیزو شبکو په ځانګړي ډول فیسبوک کې زیات داسې کاروونکي شته، چې له مستعارو نومونو استفاده کوي او ځينې وخت، قوم پالنې، نورو کسانو ته توهین کولو او نورو غېر قانوني کړنو له پاره يې استعمالوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام