ننګرهار کې د ټوکر جوړولو د یوې سترې فابریکې د سقوط اندېښنه

په ننګرهار کې د ټوکرجوړولو د فابریکي مسوولان د یو لړ مشکلاتو نه په شکایت سره وايي، چې د برېښنا نه شتوالی، د حکومت پېچلی اداري سیستم، لوړه حکومتي مالیه او د مسلکي کسانو نه موجودیت یې، هغه ستونزې دي، چې د دوی د فابریکې کارونه یې له خنډ سره مخ کړي دي.

د صبور الکوزي په نوم د ټوکر جوړولو دا فابریکه په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې جوړه شوه؛ خو وروسته د امنیتي ستونزو له امله جلال اباد ښار ته راولېږدول شوه.

د دې فابریکې د مشر منهاج الدین پر وینا، په دې فابریکه شاوخوا ۴ سوه زره امریکايي ډالر پانګونه شوې ده. د ده په خبره، په لومړي سر کې یې څلور ماشینونه لرل، چې یوازې کتان څادرونه به په کې جوړېدل؛ خو وروسته یې د نویو ماشینونو له فعالولو سره د ښه کیفیت ټوکر تولید هم پیل کړ.

منهاج الدین ټینګار کوي، چې د ځېنو دولتي ادارو د ناغېړۍ له امله خپله راتلونکې چندان روښانه، نه ویني ځکه د دوی د کارونو پر وړاندې لا هم خنډونه شته.                                                                

دی وايي، د برېښنا نه شتوالی، ناامني او په کور دننه د مسلکي کسانو موجودیت یې ستونزې دي چې نه یوازې دولت ورحل کړي نه دي، بلکې د دې پر خلاف یې نورې ستونزې هم ورته جوړې کړې دي.

د منهاج الدین په خبره، د مسلکي کسانو نه شتوالي دې ته اړ کړي دي، چې په لوړه تنخوا او په ډېرو لګښتونو پاکستاني کارګر استخدام کړي.

د ټوکر جوړولو یادې فابریکې مشر منهاج الدین دا هم وویل، چې ټول ختیځ زون ته د اړتیا وړ ټوکر برابرولی شي؛ خو دا هغه وخت شونې ده، چې د دوی ستونزې هوارې شي.

دوی د دې هر څه د حل له پاره له حکومته د غوښتنې تر څنګ د اسانیتاوو تمه هم لري.                              

د دې فابریکې کارګر له خپل کاره خوښ دي؛ خو وايي، که حکومت ورته جدي پام وکړي؛ نو ډېرو کسانو ته به په کې کاري زمینه برابره شي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی د برېښنا نه شتوالی ټولیزه ستونزه ګڼي او وايي، چې د دې فابریکې په شان یې د نورو تولیدي ادارو د برېښنا په اړه له لوړ پوړیو چارواکیو سره خبرې کړي او تر ډېره یوې ښې پایلې ته رسېدلي دي.

هغه وايي، صنعتکاران دې د هغو دولتي څانګو په اړه ولايتي ادارې ته معلومات ورکړي، چې له دوی ناقانونه پیسې اخلي او د اسانتیاوو پر ځای ورته ستونزې جوړوي.

بل خوا بیا د ننګرهار ولایت مستوفي محمدعالم اسحاقزی په ټینګار سره وايي، چې په سیمه ییزه کچه له صنعتکارانو سره په مالي او اړوندو برخو کې همکاري کوي.

د اسحاقزي پر وینا، دوی معیاري مالیه اخلي، چې په نړیواله کچه ډېره ټیټه ګڼل کېږي. د ده په خبره هڅه کوي، چې د اساسي قانون د ۱۰ مادې پر اساس له حصوصي پانګه اچوونکیو سره مرسته وکړي.

د افغانستان اساسي قانون په لسمه ماده کې راغلي: دولت، خصوصي پانګې اچونې او خصوصي تشبثات د بازار د اقتصاد د نظام پر بنسټ د قانون له حکمونو سره سم هڅوي، ملاتړ یې کوي او مصونیت یې تضمینوي.

په ورته وخت کې د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی کارځایونو او صنعتکارانو ته د نه پام له امله پر دولت د نیوکې په توګه وايي، سوداګر لا هم له ګڼو ستونزو کړېږي، چې دا چاره به د هغوی کارونه له خنډ سره مخ کړي.

دی وايي، زورواکيو د هېواد د سوداګرۍ بهیر ننګولی، ټول هېواد کې له سوداګرو ناقانونه پیسې اخستل، لوړه مالیه، د برېښنا نه شتوالی، ناامني او ګڼې نورې ستونزې د دوی د کارونو مخه نیسي.

ننګرهار کې اوس مهال ۱۴۳ لویې او وړې صنعتي فابریکې شته، چې ډېرې هغه یې د برېښنا د نه موجودیت او د لوړې مالیې له ورکولو شکایت کوي.

د کتونکیو په اند، که حکومت د صنعت ودې ته ښه کړنلاره جوړه او پلې کړي؛ د افغانستان د خامو موادو زېرمې به دغه هېواد پر ځان بسیا او د پرمختګ لوري ته برابر کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام