ننګرهار کې د انعکاس راډیو او ټلوېزیون رییس تښتول شوی

د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي تاییدوي چې د سه‌شنبې پر ماښام شاوخوا ۵ نیمې بجې ننګرهار کې د انعکاس په نوم د یو خصوصي ټلوېزیون او راډیو مشر او بنسټګر انجینیر زلمی نامعلومو وسله‌والو برمته کړی‌دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي، انجینیر زلمی په زرهي موټر کې د ۴مې ناحیې اړوند سیمه کې روان و چې پر موټر یې برید شوی، موټر چلوونکی یې وژل شوی او دی پر نامعلوم لور وړل شوی‌دی.

انجینیر زلمی پخوا د ننګرهار د ملي راډیو او ټلوېزیون رییس هم پاتې شوی.

خوږیاڼی وايي، امنیتي ادارو د نوموړي د پیداکولو کوښښ پیل کړی؛ خو تر اوسه یې لا درک نه‌دی لګېدلی.

تر اوسه د انعکاس راډیو او ټلویزیون د رییس د برمته کولو پړه کوم چا یا ډلې پر غاړه نه‌ده اخستې.

دغه رسنۍ تېر کې څو ځل د وسله‌والو بریدونو لاندې راغلې ده.

ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر شیرشاه همدرد وايي، وړاندې تر دې د انعکاس راډیو او ټلویزیون دغې کمېټې سره په رسمي ډول په ځلونو دغې رسنۍ ته د وسله‌والو ګواښونو له امله شکایتونه ثبت کړي چې دوی له امنیتي ادارو سره شریک کړی هم دي؛ خو لا هم دغلته خبریالانو او رسنیزو ادارو ته جدي ګواښ موجود دی.

ختیځ کې خبریالان دغه پېښه غندي او له امنیتي ادارو غوښتنه کوي چې د انجینیر زلمي په پیداکولو کې دې له جدیته کار واخلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام