ننګرهار کې د الفتح او خالد عملیاتو پر ضد لاریون وشو

د سولې ولسي حرکت نن د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې د طالبانو او حکومت له لوري د پیل شویو عملیاتو پروړاندې لاریون وکړ.

لاریونوالو چې شمېر یې شاوخوا درې سوو کسانو ته رسېده، د حکومت او طالبانو له لوري یو د بل پر ضد  د خالد او الفتح په نومونو پیل کړي عملیات وغندل او یاد عملیات یې د ولسي وګړیو لپاره خطرناک وبلل.

دوی د دواړو لوریو د عملیاتو درېدو د غوښتنې ترڅنګ، د سولې پروسې د پیل لپاره پر اوربند ټینګار وکړ.

لاریونوالو عطاالله او معروف وايي، نه د خالد او نه هم د الفتح عملیات منو؛ ځکه په وینا یې، په دواړو کې افغانان وژل کېږي او په‌کار ده چې دواړه لوري د عملیاتو پر ځای د سولې خبرو اترو لپاره کار وکړي.

اړوند مطالب:

لاریونوالو پر وسله‌والو طالبانو غږ وکړ چې د قطر او مسکو پرځای دې په افغانستان کې له حکومت سره د سولې بین‌الافغاني خبرې اترې پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د نوي کال له پیل سره سم حکومت او طالبانو یو خوا د یو بل پروړاندې د خالد او الفتح په نومونو عملیات پیل کړي او بله‌خوا هم له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغان سولې لپاره هم هلې ځلې روانې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام