د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت مسوولان وايي، د ننګرهار په درهنور ولسوالي کې د اوبو او لمر نه د ۳۴۰ کیلو واټه برېښنا انرژۍ د تولید پروژه به د یادې ولسوالي په ۶ کلیو کې عملي شي.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت، د ملګرو ملتونو د پرمختګ پروګرام او یوه خصوصي شرکت مسوولانو نن په کابل کې له لمر او اوبو نه د برېښنا د تولید پروژې (هایبرید) قرارداد لاسلیک کړ.
په دې غونډه کې د افغانستان لهپاره د سویلي کوریا سفیر، د اوبو او برېښنا وزارت، برېښنا شرکت او د ننګرهار درهنور ولسوالي استازیو هم ګډون کړی وو.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت ویاند مجیبالرحمان کریمي وايي، یاده پروژه د تلپاتې انرژۍ پروګرام له لارې چې د دغه وزارت او ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام ګډه پروژه ده، پلې کېږي.
د نوموړي په وینا، د دې پروژې ۲ سوه کیلوواټه برېښنا له لمر او ۱۴۰ کیلوواټه هم د اوبو له انرژۍ نه برابرېږي چې له مخې به یې د ننګرهار درهنور ولسوالي اوسېدونکیو ته ۳۴۰ کیلو واټه برېښنا ورسېږي.
کریمي زیاتوي، د دې پروژې په تطبیق سره به شاوخوا ۲ زرو کورنیو، څه باندې ۳۰ جوماتونو، ۹ ښوونځیو او دیني مدرسو، د درملنې دوو مرکزونو او ۲۰ متشبثینو ته برېښنا ورسېږي او دغه راز نږدې ۷ زرو کسانو ته به د کار اسانتیاوې برابرې شي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د پراختیا او پرمختګ پروګرام (UNDP)مشر جاسلین میسن وايي، افغانستان کې برېښنا ته نه لاسرسي، پر اقتصاد، سوداګرۍ، روغتیا او زدهکړو منفي اغېز کړی دی.
د چارواکیو په وینا، پر دې پروژې ۳۴۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د سویلي کوریا او ملګرو ملتونو د پراختیا او پرمختګ پروګرام له لوري ورکول کېږي او په ۱۵ میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت مسوولان وايي، دا ډول پروژې به په راتلونکي کې یو شمېر نورو ولایتونو کې هم پلې کړي.