
د ننګرهار د کانال ریاست مسوولان وايي، تېر کال د زیتونو له څلورو فارمونو د ټولو شویو ۶سوه ټنو زیتونو نه ۵۶ زره لېټره تېل او ۳۲ ټنه اچار تولید او پروسېس شويوو چې لهدې درکه د کانال ریاست ۳۱ میلیونه افغانۍ عاید اخېستی و.
د کانال رییس سیداغا میاخېل رسنیو سره په خبرو کې وویل، د تېر کال په پرتله سږ د زیتونو په حاصلاتو کې د پاموړ کمی راغلی چې سږ کال د زیتونو له باغونو ایله ۶۰ ټنه زیتون ټول شوي چې له ۸ ټنو به یې اچار او له ۵۲ ټنو به یې شاوخوا ۶ زره لېتره تېل وویستل شي.
میاخېل د زیتونو باغونو ته پر وخت د درملو نه رسېدل، پهخپل وخت د شاخهبرۍ نهکول او نورې تخنیکي ستونزې د زیتونو د حاصلاتو د کمي عمده لاملونه وبلل.
دی همداراز وايي، کومې ونې چې یو کال ښه حاصل ورکړي؛ بل کال ته یې بیا هسې مزه نهوي.
د کانال ریاست چارواکي دا هم وايي چې جلالاباد ښار کې د ننګرهار زیتونو په نوم جعلي بېکیفیته تېل هم پلورل کېږي چې دا چاره د دوی تولید ته هم زیان رسولی شي.

په ورته وخت کې د ننګرهار والي حیاتالله حیات په بېساري ډول د زیتونو حاصلاتو کې کمي راتلو ته په اشارې وویل، دا چاره په تخنيکي ډول څېړي او که د کانال ریاست بېغوري پهکې جوته شوه؛ نو قانون به پرې پلی کړي.
د ښاغلي حیات په خبره، د لسیزو جګړو له امله د ننګرهار کانال او زیتونو فابریکې ډېرې برخې زیانمنې شوېدي چې د تېرو څوو کلونو په اوږدو کې ورته هېڅ پام نهدی شوی؛ خو ډاډ یې ورکړل شوی چې د فابریکې او کانال د بیارغاونې لهپاره له کرنې وزارته ژمنه اخېستل شوېده.
په همدې حال کې د ننګرهار د زیتونو فابریکې امر انجینیر عتیقالله نایل د زیتونو فابریکې د ماشینونو زوړوالی، د اچارو او تېلو بوتلو د سرکلکولو ماشینونو، د فابریکې د چاردېوالۍ او د مسلکي کسانو نهشتوالی هغه ستونزې یادوي چې د دوی کارونه یې له خنډ سره مخ کړي.
د ننګرهار اوسېدونکي هم وايي، له کله راهیسې چې د زیتونو فابریکې د تېلو او اچارو د خرڅلاو چارې خصوصي شوي؛ د تېلو او اچارو کیفیت خرابۍ تر څنګ یې نرخونه هم لوړ شويدي.
له دې ټولو ستونزو سره ـ سره د کانال ریاست چارواکي د خپلو ستونزو لوی لامل د کانال ریاست د تشکیل کمی یادوي او وايي، په لومړیو کلونو کې کانال ریاست ۱۵ سوه کارکوونکي لرل؛ خو اوس د دې ریاست ټول ۸سوه کارکوونکي او زیتونو فابریکه د ۶ مېرمنو په ګډون ۶۰ کارکوونکي لري.





