د افغانستان د سېندونو خونديتوب یو میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري

 

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزير سلطان محمود وايي، چې د دغه وزارت له لوري د هېواد د ټولو سيندونو د خوندیتوب له پاره ځانګړې شوې بودجه يواځې د اموسيند د خونديتوب نيمايي لګښت هم نه شي پوره کولای.

نوموړي دا خبرې د مشرانو جرګې د یکشنبې ورځې عمومي غونډې ته وکړې او زياته يې کړه، چې د اوبو او انرژۍ وزارت د افغانستان د ټولو سيندونو د دپولو د قوي کولو  له پاره ۲،۲ ميليونه ډالره بودیجه ځانګړې کړې په داسې حال کې، چې يواځې د امو سيند د خوندیتوب له پاره يو ميليارډ ډالرو ته اړتيا ليدل کيږي.

همدارنګه نوموړي وویل  ۱۱۰ سربندونو جوړول، چې د خلکو ژوند ورپورې تړلی دي ۱۲ ميلیونو ډالرو ته اړتيا لري.

د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست زياته کړه، چې د افغانستان د سربندونو او اوبو د اصلاح له پاره به د نړېوال بانک په مرسته دغه وزارت په پنځوو کلونو کې ۲۰۰۰ پروژې بشپړې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي هم په کندوز ولایت کې ویلي، له کندوزه ترتخاره او حېرتان پورې دامو سيند غاړو لګښت د اټکل له مخې ۱۵۰ ميليارډو ډالرو ته رسيږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام