نبي عیسی‌خېل هم د انګلستان سوداګریزو سیالیو ته واخېستل شو

د انګلستان په کوربتوب د (T20 BLAST) سیالۍ په پیلېدو دي چې ګډونوالې لوبډلې یې د خپلو لوبډلو د پیاوړي‌کولو په پار د تکړه‌وو لوبغاړیو د رانیولو په لټه بوختې دي.

د «لیسټرشایر» لوبډلې په کرکټ کاونټۍ وېب‌پاڼه کې د نبي د پېرلو اعلان کړی او ویلي یې دي چې د سږ کال سوداګریزو شل‌اوریز کرکټ سیالیو له‌پاره یی په‌خپلې لوبډلې کې افغان ال‌راونډر محمد نبي عیسی‌خېل جذب کړی‌دی.

دې وېب‌پاڼې کې راغلي چې نړۍ‌وال ستوری یې اخېستی او تمه لري چې نبي عیسی‌خېل به د نړۍوال کرکټ تجربې د دوی د کلپ په ګټه کاروي.

نبي عیسی‌خېل په نړ‌ۍوالو کرکټ سیالیو کې د افغانستان په ګټه او په سوداګریزو کرکټ سیالیو کې د بېلا‌بېلو لوبډلو په ګټه شهرت لري چې تر دامهاله په ټولو کړیو ۱۸۲سیالیو کې یی په هر بال نږدی یوه نیمه منډه جوړه کړې. په هره لوبه کې یې د منډو اوسط څه باندې ۲۴ منډې، هر اور کې یې په اوسط ډول نږدې ۷ منډې ورکړي او همدارنګه یې له هرو ۲۱ منډو وروسته یوه وېکټ ترلاسه کړې چې ټولټال ۱۸۲ وېکټی کېږي. په‌دې وېکټو کې یوازې ۶۱ هغه د افغانستان ملي لوبډلې له‌پاره اخېستل شوې‌دي.

محمد نبي عیسی‌خېل د پاکستاني توپ‌اچوونکي محمدعباس او سهیل‌خان ترڅنګ درېیم بهرنی لوبغاړی دی چې لیسټرشایر لوبډلې د سږ کال شل اوریزو کرکټ سیالیو له‌پاره جذب کړی‌دی.

نبي عیسی‌خېل هم له یاد کلپ سره په مرکه کې خوښ دی او تمه یې ښودلې چې د یادې لوبډلې روزونکي پال نیکسن او مسلکي کلپ سره لوبې کولو ته انتظار باسي.

د لیسټرشایر کاونټۍ روزونکي د انګلستانۍ کرکټ ملي لوبډلې پخواني وېکټ‌ساتونکي هم د نبي عیسی‌خېل د وړتیا په اړه څرګندونې کړي او هغه یې داسې لوبغاړی ګڼلی چې دوی یې په لټه کې وو.

د یادونې ده چې تېره میاشت راشدخان لومړی افغان لوبغاړی و چې د انګلستان د سږني شل ‌اوریزو سوداګریزو کرکټ سیالیو ته په (سه‌سېکس) لوبډله کې غوره شو.

دا لوبې به په (مۍ) میاشت کې په انګلستان کې پیل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام