د افغانستان لپاره د ناټو ملکي سفیر کارنیلیوس زمرمن د افغان سولې لپاره وروستۍ هڅې هیلهبښونکې بولي.
زمرمن د سولې لپاره د سیمهییزې اجماع په برخه کې د ولسمشر له ځانګړي استازي او سولې عالي شورا د دارالنشا له رییس سره په غونډه کې وویل، ناټو د افغانانو په مالکیت او رهبري د سولې پروسه غواړي او دغه راز په دې برخه کې به نورې همکارۍ او همغږۍ هم په پام کې ونیسي.
په همدې حال کې عمر داوودزي په دې غونډې کې ویلي چې د افغان سولې پروسه به د افغانانو په رهبرۍ پیلېږي او مرستندویه هېوادونه پهکې د اسانچارو رول لري. نوموړي د افغان سولې برخه کې د نړۍ او سیمې هېوادونو د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د دوحې او مسکو په وروستیو دوو غونډو کې له افغان حکومت سره د خبرو اترو پیلولو برخه کې هېڅ انعطاف و نه ښود.
ناټو: له ضرورته ډېر به په افغانستان کې پاتې نهشو
ناټو: سولې ته له نږدې کېدو سره طبعاً امنیتي حالات خرابېږي
ینس سټولټنبرګ: افغانستان کې د ناټو حضور، د دې هېواد له شرایطو سره تړلی
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د مسکو په غونډه کې هم یو شمېر افغان سیاستوالو د طالبانو له استازیو سره ولیدل او پر افغان سولې یې ورسره خبرې وکړې.