د چارو يو شمېر کتونکي وایي، سره له دې چې د افغان ځواکونو په پرتله د دولت د وسلهوالو مخالفانو د مرګژوبلې کچه لوړه ده، خو د امنیتي ځواکونو د مرګژوبلی د لوړېدو اصلي لامل په نامسووله وسلهوالو قوماندانانو پورې چې ډېر کسان یې نظام کې دي، تړاو لري.
سلاموطندار ته رسېدلي راپورونه ښيي چې تېرو درېیو ورځو کې کندوز، بغلان او روزګان ولایتونو کې له ۴۰ زیات افغان ځواکونه وژل شوي، له شلو ډېر ټپیان دي او لس هم نادرکه دي.
د چاروکتونکي د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مرګژوبلې د زیاتېدو لاملونه، د جګړې کمزوری مدیریت، نامسووله سیمهییز قوماندانان او د زدهکړو لپاره کم وخت په ګوته کوي.
پوځي شنونکی جنرال کابل خان تدبیر وايي، شمالي ولایتونو کې ډېر داسې نامسووله وسلهوال قوماندانان شته چې له پخوا راهیسې ګاونډیو هېوادونو سره ښه اړيکه لري او د هغوی له لوري اکمال کېږي.
د تدبير په وینا، همدغه کسان د نظام دننه په امنیتي او دفاعي ادارو کې په لوړه کچه اړیکې لري او د هغوی په واسطه د دوی کسان په امنیتي ادارو کې ځای پرځای کېږي.
نوموړي زیاته کړه، سره له دې چی استخباراتي ادارې د دوی په اړه اطلاعات هم لري، خو د مصلحتونو له کبله ازاد دي او د پیسو او امتیازاتو په بدل کې د نظام له اډانې د دولت له مخالفانو سره مرسته کوي.
د بدخشان پخوانی امنیې قوماندان غلام سخي هم وایي، شمالي ولایتونو کې د افغان ځواکونو د مرګژوبلې زیاتېدو ستر لامل نامسووله وسلهوال قوماندانان دي چې نظام کې دننه قوي اړیکې لري.
نوموړي وویل، دې قومندانانو داسې کسانو ته زمینه برابره کړې چې د دولت د وسلهوالو مخالفانو په اړه امنیتي ادارو ته ناسم استخباراتي اطلاعات ورکوي.
دغهراز د دفاعي چارو کارپوه جنرال ایګل سلیمانخېل سره له دې چی نامسووله وسلهوال د امنیت د خرابېدو او د امنیتي ځواکونو د تلفاتو ستر لامل بولي خو وايي، د وسلهوالو تلفات د حکومتي ځواکونو په پرتله څو برابره زیات دي.
په همدې حال کې د کندوز د ولایتي شورا مرستیال صفيالله امیري وايي، وړمه شپه په دښتارچي ولسوالۍ کې د طالبانو برید کې د ملي اردو ۱۳ سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
موږ هڅه وکړه چې د افغان ځواکونو د مرګژوبلې د زیاتېدو په اړه د دفاع او کورنیو چارو وزارت نظر هم ترلاسه کړو، خو بریالی نهشوو.
دې سره د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي تېره ورځ رسنیو ته ویلی وو چې د تېرو کلونو په پرتله د افغان ځواکونو مرګژوبله کمه شوې ده.
دا داسې مهال دی چې د ملي امنیت شورا سلاکار له څو ورځو راهیسې د امنیتی وضعیت ارزونی او د نویو تدابیرو نیولو په موخه شمالي ولایتونو ته سفر کړی او ویلي يې دي چې دغو ولایتونو کې د امنیتي وضعیت ښه کېدو په اړه به جدي ګامونه پورته کړي.