د بغلان ولایت ګذرګاه نور ولسوالۍ اوسېدونکې نازګل وايي، چې شاوخوا ۲۰ ورځې مخکې د بصیر په نوم یوه ځايي زورواکي ترې د نامشروع اړیکو غوښتنه لرله او خبرداری یې ورکړی و، که غوښتنه یې ونه مني، کور به یې وسوځوي.
نازګل سلام وطندار ته وویل، چې د بصیر له غوښتنې د سرغړاوي له امله څو ورځې مخکې یې کور ورته وسوځولو.
دغه مېرمن دوه اولادونه لري او وايي، چې مېړه یې یو کال مخکې د مزدورۍ له پاره ایران ته تللی دی.
نازګل وايي، څو ځلې یې د عدالت غوښتنې له پاره سیمه ییزو چارواکو ته ورغلې، خو تر اوسه دغه زورواکی ازاد ګرځي او خبرداری یې ورکړی، چې له خورا بد برخلیک سره به مخامخ شي.
د ګذرګاه نور ولسوال نور محمد ګذر د دې پېښې په تایید سلام وطندار ته وویل، چې د پېښې عامل تر تعقیب لاندې دی او له نیولو وروسته به د خپل کړي عمل سزا وویني.