
د ۱۳کلنې حاجیې مور څو ځلې د هغې پر لور د ډلهییز جنسي تېري د عاملانو نیولو په پار د جوزجان امنیې قوماندانۍ ته شکایت کړی؛ لا یې هم چا غږ نهدی اورېدلی.
د حاجیې مور وايي، د «چاري رییس» په نوم د سرپل عامهمحاظفت قوماندان پورې تړلو کسانو یې لومړی ۱۳ کلنه تښتولې او وروسته یې پرې ډلهییز جنسي تېری کړیدی.
د دې جلۍ مور له حکومته غواړي چې پر لور یې د ډلهییز جنسي تېري عاملان ونیسي او که داسې ونهشي؛ ټوله کورنه به یې د جوزجان والي دفتر مخې ته ځانونو ته اور ورته کړي.
د حاجيې مور د خپلې بېعزتۍ او بېکسۍ ترڅنګ اندېښنه لري چې د پیسو په زور به دوی له نورو ستونزو سره مخ کړي.
۱۳ کله حاجیه ـ چې د دې پېښې قرباني شوې ـ وايي، د چاري رییس کسانو له لوري تښتول شوېوه چې له وهلو او ټکولو وروسته پرې ډلهییز جنسي تېری هم شویدی.
حاجي په ماته خوله د هماغسې صحنې کیسه کوي: «دوو کسانو خپلو منځونو کې وویل، چې ته باید دا کار وکړې، زه یې ډېره ووهلم، ان د کیناستو نه وم. خوله مې له وینو ډکه وه. چاري رییس په هماغه شپه خیرات لرلو او دغه خیرات کې یې ویلي وو چې خیرات نه سړېږي، جلۍ ماته راولئ.»
د جوزجان عامې روغتیا رییس حفیظالله جمشیدي د حاجیې او د هغې د کورنۍ ادعا پرځای بولي او وايي، د شویو معاینو لهمخې پر حاجیې جنسي تېری شویدی.

جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د بشري حقونو کمېسیون مسووله مغفرت صمیمي وايي، تراوسه دې پېښې ته ځکه پوره لاسرسی نهکېږي چې له بدهمرغه اوس هم د زور خبرې کیږي او حق حقدار ته نه ورکول کېږي.

خو د جوزجان والي لطفالله عزیزي د دې جلۍ کورنۍ ته ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به تورن کسان ونیسي او عدلي او قضايي ارګانونو ته به یې معرفي کړي.
د ده په خبره، مجرم چې ډېر ژر به ونیول شي او تورن کسان تر تعقیب لاندې دي.
د سرپل عامهمحافظت قوماندان چاري رییس دې قضیې کې لاس لرل ردوي، وايي چې د مجرم سرتېري د نیولو په لټه کې دي او خواري کوي چې ژر تر ژره یې ونیسي.





