د کابل ښار یو شمېر مېرمنې وايي، چې د دولتي زیږنتونونو ځينې ډاکټران له دوی سره ناوړه چلند کوي ان دا، چې د سپکو سپرو سره ـ سره کله کله وهي او ډبوي يې هم.
دوی د عامې روغتیا وزارت له اړوندو چارواکو غواړي، چې په روغتونونو کې باید د ډاکټرانو له ورځنیو برخوردونو او ځينو جدي ستونزو د مخنیوي په موخه کوټلي ګامونه واخلي.
مریم ایمان چې د څلورو اولادونو مور ده وایي، نور به کوم دولتي روغتون ته هیڅکله مراجعه نه کوي.
دا وايي، چې د هیواد په یو دولتي روغتون کې د نسايي ولادي سرویس څخه د خپلې لومړۍ تجربې وروسته په دولتي زیږنتونو کې د روغتیایي خدمتونو په وړاندې خپل باور له لاسه ورکړ.
دغې میرمنې سلام وطندارته وویل، کله چې د زیږون لهپاره یو دولتي روغتون ته لاړه ډاکترانو د زیږون پرمهال ورسره ناوړه چلند وکړ او ان دا چې د هلو ترڅنګ يې ورته ښکنځلې هم کړې دي.
"څلور ماشومان مې نړۍ ته راوړل، او هرځل چې روغتون ته لاړم له ناروغ سره د ډاکټرانو چلند ډیر بد او خشن وو، سړی يي سکونډل، په څپیړه يې وهه چلند يي ډیر خشن وو نه پوهیږم، چې ولې دا کار کوي شاید کاري فشار پرې زیات وي او یا نه پوهیږي، چې د زیږون درد څومره سخت دی".
عابده بله میرمن ده، چې په ملالۍ زیږنتون کې د ډاکترانو پر ناوړه چلند سختې نیوکې کوي او وايي، چې ډاکټران میرمنو ته د زیږون پرمهال هیڅ پام نه کوي.
د دغې میرمنې پروینا، که واسطه ولرئ او یا هم ډاکټران وپیژنئ چلند يي ښه دی، خو که څوک ونه پيژنې او واسطه ونه لرې اصلا درته پام نه کوي.
ریحانه یوه بله میرمن هم ورته شکایت کوي.
په همدې حال کې یو شمېر ناروغ لرونکي هم په زیږنتونونو کې د ډاکټرانو او کارکوونکي له ناوړه چلنده سرټکوي.
د عامې روغتیا وزارت سلاکار قمرالدین صدیقي سره له دې چې تر یوه بریده د ناروغانو شکایتونه پرځای بولي، خو وايي چې ډاکترانو هم څو ځله د ناروغانو سره یوځای خپلوانو يې هم شکایتونه کړې دي.
خو صدیقي ټينګار وکړ، چې د دغو ستونزو هوارولو لهپاره يي اړین تدبیرونه نیولي دي.
هغه وویل:" د طبابت په مسلک کې هیڅ ډول ناوړه چلند د منلو نه دی."
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، چي د نا امنیو، ښځینه کارکوونکو د کمښت، ترانسپورتي خدمتونو نشتوالي اوځینو ناوړه دودونو له امله دوی نهشي کولی، چې هیوادوالو په ځانګړې توګه میندو او ماشومانو ته ځانګړي خدمتونه وړاندې کړي.