د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دواخان مینه پال د سولې پنځمې څلور اړخیزې غونډې په تړاو وايي، تر هغو چې پاکستان خبرو ته د طالبانو حاضرولو په اړه په خپله ژمنه عمل ونه کړي؛ افغانستان په دې خبرو کې ګډون نه کوي.
پاکستان وړمه ورځ اعلان کړی و، چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د (می پر ۱۸مه) نېټه به په اسلام اباد کې د افغانستان سولې په اړه پنځمه څلور اړخیزه غونډه جوړه شي.
مینه پال په ټینګار سره وویل، چې افغان حکومت تر هغه وخته د پاکستاني چارواکیو په څرګندونو باورنه کوي، چې عملي اقدامات یې ونه ویني.
مینه پال څرګنده کړه، له پاکستان سره خبرې اترې د افغانستان له پاره یوازې د وخت ضایع کول دي، خو که بیا هم افغان حکومت په دې خبرو کې برخه اخلي؛ نو بیا به خپل سفیر ورولېږي او یا به کوم لوړپوړی ډیپلوماټ د افغانستان استازولي وکړي.
په کوټه کې لیکوال او خبریال رزاق برق سلام وطندار ته وویل، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا نن په اسلام اباد کې رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلور اړخیزې کمېټې پنځمه غونډه به سبا جوړه شي. خو د غونډې د اجنډا په اړه څه نه دي رسنیز شوي، چې په کومو موضوعاتو به په کې خبرې کېږي او څوک به ورکې ګډون کوي.
ښاغلي برق زیاته کړه، پاکستاني رسنیو د پاکستان لومړي وزیر د ملي امنیت او نړیوالو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز له قوله رپوټ ورکړی، چې که دا غونډه مثبته پایله ونه لري، پاکستان به ددې کمیتې له نورو غړیو سره په همغږۍ د ترهګرو پر وړاندې عملي ګامونه پورته کړي.
په ورته وخت کې د طالباني چارو شنونکی وحید مژده وایي، د ده د معلوماتو له مخې، ښايي په دې غونډه کې د طالبانو د ټیټې کچې استازي ګډون وکړي.
ښاغلی مژده د پاکستان دا غونډه ننداره ییزه بولي، وایي لکه څنګه چې پاکستان تر نړیوال فشار لاندې دی؛ نو ځکه دا غونډه جوړوي؛ خو کومې مثبتې پایلې به ونه لري.
څو ورځې مخکې د پاکستان لومړي وزیر د ملي امنیت او نړیوالو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز ځېنو بهرنیو رسنیو ته ویلي وو، چې دوی په طالبانو نظامي فشار نه راولي او دا مشکل باید خپله افغانستان حل کړي، خو وحید مژده ټینګار کوي، که د سولې خبرو اترو په اړه د افغان حکومت په دریځ او سیاست کې بدلون راځي؛ نو دا بیا دا فغانستان له پاره یوه ماتې او د پاکستان له پاره یو بریا ده.
په کابل کې د سولې په اړه جوړې شوې څلورمې څلور اړخیزې غونډې کې ویل شوي وو، چې پاکستان به طالبان مخامخ خبرو ته حاضروي، خو له غونډې څو ورځې وروسته طالبان له دې خبرو انکاري شول او دا بهیر همداسې پاتې شو.