مینا د خپل خاوند د پور قرباني شوه

کندوز کې یوه کس د خپل پوروړي مېرمن په ګرو ترې نیولې او بیا یې جنسي تېری پرې  کړی دی.

دا پېښه د دغه ولایت په درېیمه ناحیه کې شوې ده.

د کندوز د پولیسو ویاند انعام‌الدین رحماني وايي، یاده مېرمن مینا نومېږي او دا چې خاوند یې خپل پور نه و پرې کړی، دا یې قرباني شوه.

د رحماني په وینا، مینا د خپل خاوند د پور په بدل کې ۱۳ ورځې د عبدالفتاح په نوم یوه کس په ګرو نیولې وه.

د کندوز د پولیسو ویاند وايي، عبدالفتاح یې نیولی او پر خپل جرم یې اعتراف کړی دی.

د دغه کس دوسیه د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي ادارو ته لېږل شوې ده.

اړوند مطالب:

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام