موټر بم چاودنې لوګر کې ۷ تنه وژلي او ۲۴ نور يې ټپيان کړي

پېښه نن سهار د (اګست په ۶مه) شاوخوا ۷ بجې د مرکز پل علم په زړه کې د ځانګړو ځواکونو په مرکز شوې ده.
د لوګر والي محمد حلیم فدايي د پېښي په ځای کې خبریالانو ته وویل، یو ټانکر موټر چې له چاودېدونکو توکو نه بار و او په کې ناست ځانمرګي غوښتل، چې د ځانکړو ځواکونو مرکز ته ننوځي؛ په دروازه کې چاودنه وکړه .
فدایي وایي، په دغه موټر بم چاودنه کې د یو ماشوم او ۳ پولیسو په ګډون ۷ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل شوي دي. 
بل خوا د لوګر د مرکزي روغتون مشر ډاکتر عاشق الله مجیدي سلام وطندار ته وویل، چې دوی ته د پېښې له ځایه ۱۳ تنه ټپيان ور وړل شوي دي. د ده په وینا، د چاودنې ځای ته د روغتون د نېږدې والي له امله د دوی ۱۱ تنه ډاکټران هم ټپيان شوي دي.
ښاغلی مجیدي وایي، چې مرکزي روغتون په بشپړ ډول ویجاړ شوی او ټول ټپیان یې کابل او د محمداغي روغتون ته لېږدولي دي.
په همدې حال کې د لوګر د ولایتي شورا غړي عدالت عبدالرحیمزی سلام وطندار ته وویل، چې په دغه چاودنه کې د لوګر د ولایتي شورا، اوبو لګونې ریاست او پر مرکزي روغتون سربېره لسګونه کورونه، مارکېټونه او هاټي په بشپړه توګه خراب شوي.

د لوګر اوسېدونکي وایي، چې چاودنه دومره زوروره وه، چې غږ یې د دغه ولایت په بره کي برک، محمداغې او خوښې ولسوالیو کې اورېدل شوی دی. 
د پیښي یو ټپي عبیدالله سلام وطندار ته وویل، چې نن سهار په خپل کور کې له اولادونو سره په چای خوړلو بوخت و، چې یو ناڅاپه چاودنه وشوه. دی وایې، چې د چاودنې له کبله دی او د ده د مېرمنې په ګډون څلور ماشومان ټپيان شوي دي.
د سیمي یو بل هټیوال محمد رحیم سلام وطندار ته وویل، چې له ۱۰ زیات امبولانسونه يې ولیدل، چې د پېښې له ځایه د ټپیانو لېږدولو بوخت وو. 
د ده پر وینا، په دغه پېښه کې له ۵۰  ډېر ملکي وګړي ټپيان شوي او سلګونه کورنه او هټي نړېدلي دي.
د پېښې مسولیت وسله والو طالبانو منلي او ادعا یې کړې، چې په دغه پېښه کې یې له ۱۰۰ زیات پولیس وژلي دي.

 

په هوايي برید کې ۱۲ وسله وال وژل شوي

په همدې ورځ سهار وختي په پل علم کې د هوایې برید پر مهال ۱۲ وسله وال وژل شوي دي.

د لوګر او میدان وردګو د څلورمې پلې لوا قومندان برید جنرال عبدالرازق ساپي سلام وطندار ته وویل، چې نن سهار ۳ بجې د امریکايي ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د مرکز پل علم اړوند په لوزو سیمه کې د وسله والو پر یو مرکز برید کړی.

په دغه برید کې ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي.
ښاغلی ساپی وایي، په وژل شو وسله والو کې د طالبانو مهم قوماندان ملا عبدالواحد هم چې په صدر مشهور و؛ وژل شوی دی.
بل لور ته د لوګر والي یوې خبري غونډې کې وویل، چې د طالبانو وژل شوي قومندان ملا عبدالواحد په دغه ولایت کې په وسله والو بریدونو، ماین چاودنو او انسان تښتونو کې لاس درلود.
هغه وویل، د عبدالواحد په وژل کېدلو سره به په لوګر کې د وسله والو طالبانو لیکې کمزورې شي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام