د هلمند ولایتي اداره وایي، چې د دغه ولایت شمال کې پرته موسی کلا ولسوالي د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغله.
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمد اشنا سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې ایساف او افغان کمانډويي ځواکونو تېره ورځ د (اګست په ۲۷مه) ناوخته مهال د موسی کلا د نیولو لپاره تعرضي عملیات پيل کړل، چې پرون ماښام شاوخوا ۶ بجې د موسی کلا ولسوالي بېرته له مخالفینو ونیوله.
دغه ولسوالي په داسې حال کې د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورځي، چې په سلګونو وسله والو طالبانو د تېرې چهار شنبې په ورځ د پرلپسې اوږدو جنګونو وروسته دغه ولسوالي نیولې وه.
اشنا وايي، چې په عملیاتو کې افغان او ایساف ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو لسګونه وسله وال وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بیا سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د موسی کلا ولسوالۍ د بیا نیولو په عملیاتو کې د ملي اردو ۵ سرتېري وژل شوي او ۱۰ سرتېري ټپیان شوي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند زیاته کړه، ټاکل شوې ده، چې نن د (اګسټ په ۲۸ مه) د امنیت د خوندیتوب لپاره موسی کلا ولسوالۍ کې پولیس ځای پر ځای شي.
اشنا زیاته کړه، چې په موسی کلا ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري او وايي، چې ځواکونه په دې لټه کې دي، چې د ولسوالۍ نورې سیمې هم د وسله والو طالبانو له موجودیت نه پاکې کړي او د حکومت د کنترول لاندې یې راولي.
تر اوسه وسله والو طالبانو افغان ځواکونو ته د موسی کلا ولسوالۍ بېرته نیولو په اړه څه نه دي ویلي.