ملګري ملتونه: له افغانستانه وېستل شوې تورې پیسې به بېرته راوګرځوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) غړي مارک هارتمن د تېرې سه شنبې په ورځ کابل کې د ټولنیزو خدمتونو د کولو په پار جوړې شوې غونډې ته ویلي وو، نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه دې ته چمتودي، هغه تورې پیسې چې ځینو حکومتي چارواکو او نفوذ لرونکو اشخاصو په بهرنیو بانکونو کې زېرمه کړي دي بېرته به یې افغانستان ته راوګرځوي او له افغان دولت سره به د دغوکسانو په محاکمه کولو کې مرسته وکړي.

د چارو څېړونکي د هارتمن د څرګندونو ملاتړکوي او وایي، که ملګري ملتونه وکولای شي دا پیسې بېرته افغانستان ته راوګرځوي؛ نو دا به د افغانستان په اقتصادي ودې او د فساد په کموالي کې ښه اغیزه ولري.

د سوداګرۍ او صنایع خونې د نړیوالو اړیکو مسوول اذرخش حافظي وایي، د ده د معلوماتو له مخې له هېواده د وېستل شويو تورو پېسو کچه ډېره زیاته ده.

 دی زیاتوي، یوازې د حامد کرزي د هوايي ډګر له لارې تر ۱۸ میلیاردو زیات ډالر وېستل شوي.

حافظي وايي، که دا یو نمایشي کار نه وي او په دې برخه کې کلکه اراده رامنځته شي، نو د دې پیسو راګرځول په اقتصادي وضعیت او د عدالت په ټینګښت کې ښه اغیزه ولري.

د غه راز د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد تاج محمد اکبرپه تېرو ۱۵ کلنو کې د مافیايي کړیو په بدې ګتې اخیستې نیوکه کوي خو وايي که ملګري ملتونه په ریښتيني ډول له افغانستانه وېستل شوې تورې پیسې را وګرځوي نو د دې هېواد اقتصاد ته به یې ګټه ورسيږي.

دی وايي، که دغه کار وشي، نو په افغانستان کې به مالي پانګونې ته زمینه برابره کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کيږي، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابینې څو وزیران او لوړپوړي چارواکي په فساد تورن شول او بیا هغوی نورو هېوادونو ته پنا یوړله او تر اوسه یې دوسیې هم هغه ډول پاتې او په را ګرځولو کې یې چا مرسته نه ده کړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام