د پکتیا ګمرکي عواید په یوه میاشت کې شاوخوا دوه برابره زیات شوي

د پکتیا چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په ګمرکي عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

دوی وايي، چې یوازې له ګمرک څخه دوی په یوه میاشت کې میلیونونه افغانۍ عاید تر لاسه کړي دي.

د پکتیا د والي ویاند نقیب احمد اتل د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې دوی یوازې له ګمرکي عوایدو د غويي په میاشت کې شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانۍ تر لاسه کړي و، خو یوه میاشت وروسته( د غبرګولي) په میاشت کې د دوی دغه عواید ۸۴ میلیونو افغانیو ته لوړ شول.

د دوی د راپور له مخې په یوه میاشت کې د پکتیا په ګمرکي عوایدو کې شاوخوا دوه برابره زیاتوالی راغلی دی.

همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چې د دوی د لومړنیو معلوماتو له مخې د پکتیا په عمومي عوایدو کې بیا د یو کال په ترڅ کې (۱۳۹۳ څخه تر ۱۳۹۴) پورې ۳۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی، چې د معلوماتو پر بنسټ په دغه زیاتوالي کې بیا عایداتي ادارې او ګمرکي عواید هم شامليږي.

هغه د نورو کلونو عوایدو ته اشاره نه ده کړې، خو یوازې يې دا ویلي، چې سږکال په دغه کچه زیاتوالی راغلی دی.

دوی يې لاملونه په فرعي لارو د باردارو موټرو مخنيوی او د ادارو تر منځ همغږي په ګوته کوي.

د پکتیا ولایت د چارواکو پر وینا، د کميشنکارانو په مخ يې هغه فرعي لارې تړلې، چې پخوا به يې موټر په پټه له ګمرکه تېرول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام