د ټولګټو چارو وزارت د ۶ پروژو قراردادونه لاسلیک کړل

د ټولګټو چارو وزارت نن په کابل کې له یو شمېر خصوصي شرکتونو سره د ۱.۷ میلیارډه افغانیو په ارزښت د ۴۷ کیلومتره سړک د پخولو او جغل اچولو او د ۷۲ او ۱۲ مترو په اږودوالي د دوو پلونو جوړولو قراردادونه لاسلیک کړل.

د ټولګټو چارو وزیر یما یاري په دې اړه جوړې شوې خبري غونډې ته وویل، په یادو پروژو کې د ننګرهار د بهسودو سړک، د بهسودو پُل، د روزګان د دهراود پُل، تر مارمول تنګي پورې د خالد بن ولید حلقوي سړک ساتنه او څارنه، د میمنې ـ بلچراغ سړک د لومړۍ او دویمې برخې بیارغول او د بدخشان د نخجیر پُل جوړول شامل دي.

د یاري په وینا، د دغو سړکونو او پلونو جوړول به له شپږو میاشتو تر ۲۴ میاشتو پورې وخت نیسي.

ټولګټوچارو وزارت د ۳ رغنیزو پروژو قراردادونه لاسلیک کړل.

ارګ: طالبانو په تېرو ۲ میاشتو کې ټولګټو تاسیساتو ته درانه زیانونه اړولي

یاري زیاتوي، یادې پروژې به د هېواد په پنځو ولایتونو کې چې ټول‌ټال ۸۴ متره اوږدوالی لري او دوه پلونه هم په‌کې دي، یو میلیارډ او ۷۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي چې ډېره برخه یې د دولت له بودیجې او ځینې یې هم د نړېوال بانک او هند له لوري تمویلېږي.

یما یاري وايي، د دغو پروژو په پلي کېدو سره به د خلکو لپاره کاري بوختیاوې برابرې شي، کرنه او سوداګري به پرمختګ وکړي او د خلکو لپاره به لازمې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام