ملګري ملتونه او افغان حکومت اړمنو ته ۴۳۰میلیونه ډالر راجلبوي

د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږي اداره او افغان حکومت اړمنو سره د ۴۳۰ میلیونو ډالرو مرستې را جلبولو هڅې پیل کړي. 

اجرایوي رییس عبدالله عبدالله نن په کابل کې د نړیوالو موسسو، سازمانونو او بهرنیو سفیرانو په ګډون جوړې شوې غونډې ته وویل چې افغانان مرستو ته اړتیا لري او نړیواله ټولنه یې باید لاسنیوی وکړي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، له ۴۰۰ زرو ډېر کسان په کوردننه بې‌ځایه او شا وخوا ۷۰۰ زره کډوال له بهره راستانه شو‌ي‌ چې ټول مرستو ته اړتیا لري.

غونډې ته د ملګرو ملتونو د بشري څانګې همغږي‌کوونکي ټوبي لینزر وویل چې له بې‌وزلو افغانانو سره د بشري مرستو په اړه یې له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۱ کال پورې څلور کلن پلان چمتو کړ‌ی‌دی.

ده زیاته کړه، له پلان سره سم هڅه کوي له ۲،۸ میلیونو کسانو سره د مرستې له‌پاره ۴۳۰ میلیونه ډالر له مرستندویو هېوادونو را ټول کړي.

غونډې ته د سویډن کمېټې پرمختیایي او همغږي څانګې مشرې وویل چې دوی له افغانستان سره د بشري مرستو دوام ته ژمن دي.

له‌دې مخکې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو بشري مرستو په څلور کلن پلان کې ۴۱۰ میلیونو ډالرو ژمنه شوې‌وه؛ خو په عمل کې شاوخوا ۳۱۷ میلیونه ډالر مرسته شوې‌وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام