
د افغانستان یوشمېر سوداګرو او موټر چلوونکو د افغانستان او تاجیکستان پوله ځکه وتړله، چې دوی ته د ګاونډي هېواد تاجیکستان لهخوا د ویزې په ورکړه کې ستونزې جوړې شوې دي.
تاجیکستان د افغان سوداګرو مالونو لیږد لهپاره د ویزې نه ورکوي ددغه عمل په غبرګون له ۱۰۰ زیات سوداګرو او موټر چلوونکو د اعتراض په توګه د افغانستان او تاجیکستان پوله وتړله.
دوی د تاجیکستان له خوا افغان سوداګرو ته د سوداګریزو ویزو نه ورکولو په غبرګون کې له جمعې ورځې راهیسې په شیرخان بندر کې د افغانستان او تاجیکستان پوله تړلې ده.
دغه اعتراض کوونکي وايي، چې افغان حکومت، د تاجیکستان۲۵۰ موټر چلوونکو ته ۶ میاشتني سوداګریزې ویزې صادروي، خو په بدل کې یې تاجیکستان یوازې ۲۵ افغان موټر چلوونکو ته د یو میاشتې ویزه صادروي.

د معترضینو په استازولۍ سید مجتبا او حمیدالله خبرداری ورکوي چې که دې ستونزې ته رسیدنه ونه شي د شیرخان بندر سوداګریزه لار به تړلې وساتي.
په ورته وخت کې د کندوز د والي ویاند سید محمود دانش دغه اعتراض پر ځای بولي او وايي، چې ددې ستونزې هوارولو له پاره يې دوه ورځې مخکې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په پته مکتوب لیږلی دی.
د کندوز د والي ویاند زیاته کړه، چې تاجیکستان، افغان سوداګرو ته یو شان سوداګریزې اسانتیاوې نه برابروي.
سوداګر وايي، چې تاجیکستان له دوو میاشتو راهیسې پر دوی او موټر چلونکو ویزې بندې کړې او اوس مهال يې نږدې د سوداګریزو توکو ۱۰۰موټر له پولې د اوښتو په تمه دي.
په دې اړه مو وغوښتل، چې د تاجیکستان سفارت نظر هم و لرو خو له ډیرو هڅو سره ـ سره بریالي نه شولو.





