ملي امنیت کابل کې د داعش او حقاني شبکې ۵ غړي وژلي او ۸ نور ژوندي نیولي

د ملي امنیت ریاست یوه اعلامیه کې ویلي، د کابل ښار یولسمې ناحیې او شکر‌درې ولسوالۍ کې یې تېره شپه د داعش او د حقاني شبکې ګډه کړۍ له منځه وړې ده.

اعلامیه کې ویل شوي چې دغه ترهرګريزه ډله کابل کې د ښاري همغږي کوونکي او د داعش د کتیبیې مسوول ثناالله په مشرۍ مدیریت کېده چې ارګ کې یې د تحلیف پر مراسمو راکېټي برید، د سیکانو پر درمسال ځانمرګی برید، د شهید مزاري پر نمانځغونډې وسله‌وال بريد  او پر بګرام دوه راکېټي بریدونه کړي وو او همداراز یې کابل ښار کې هدفي وژنې هم ترسره کولې.

د ملي امنیت ریاست زیاتوي چې دغو عملیاتو کې ۵ ترهګر وژل شوي او ۸ نور ژوندي نیول شوي.

همداراز افغان ځواکونو ګڼ شمېر وسلې، مهمات او ۲۵۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي هم نیولي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام