غني: د افغانستان دښمنان په انزوا کې دي

ولسمشر محمد اشرف غني په کندوز کې افغان امنیتي ځواکونو ته په وینا کې وویل، چې زموږ دښمنان د نړۍ اجماع نه لري او هغوی په انزوا کې دي.

غني وویل، د هغه د هدایت او امنیت شورا د پرېکړې پر اساس به په کندوز ولایت  کې سراسري تصفیه پیل شي.

ولسمشر وویل، "د کندوز ولایت ازموینه سخت وه، حکومت د بې باورۍ خواته لاړ؛ خو د امنیتي ځواکونو پر مدیریت باور، په حکومت باور او له خاورې سره حسن تعلق  فضا اعتمادي کړه".

ده همدا ډول په دې غونډه کې وویل، چې امنیتي ځواکونو خپله وطن دوستي ثابته کړه.

ولسمشر زیاته کړه، چې د امنیتي ځواکونو سرښندنې درک شوې دي او د امریکا ولسمشر بارک وباما له ما سره په خبرو کې وویل، امنیتي ځواکونه په دې ارزی، چې د امریکا دایمي شریکان وي.

د کندوز له سقوط وروسته نن (اکټوبر په ۱۶مه) افغان ولسمشر کندوز ته لاره او هلته یې یو شمېر سرتېرو او منسوبینو ته مډالونه ورکړل.

ده همدا راز وویل، چې د کندوز له پاره یې یوه فرقه جوړه وي او زیاته کړه، چې محی الدین غوري امر د دغې فرقي د قومندان په توګه امضا کړی دی.

ولسمشر د هېواد شمال ختیځ له پاره د پولیسو د زون قومنداني د جوړلو خبره هم وکړه.

غني وویل، چې د کندوز د سقوط د علت معلومولو له پاره یې د پوهنې پخوانی وزیر فاروق وردګ او د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح په مشرۍ یو کمېسیون جوړ کړی دی.

ولسمشر وویل، د افغان امنیتي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته پاملرنه او افسرۍ رتبې ته ترفع يې د کارونو په لومړیتوبونه دي او هڅه کوی، چې په نېږدې وخت کې د منسوبینو کورونه د لواګانو سره په څنګ کې جوړ کړو.

ده یوځل بیا ټینګار وکړ، چې امنیتي ځواکونه به د مسلکیتوب او ضوابطو پر بنسټ ترفع کوي، نه دې اړیکو پر بنسټ.

غني د امنیتي بنسټونو مسولینو ته دنده ورکړه، چې د افغان امنیتي ځواکونو ټولو ستونزو ته لاس رسي وکړي.

ولسمشر وویل، هیله یې دا ده، چې امنیتي ځواکونه هر ورځ په نښته کې بوخت نه وي او ويې ویل، چې ډېر ژر به د امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک ستونزه حل کړي.

په کندوز ولایت کې د مېشتو امنیتي ځواکونو په مشرۍ د ملي دفاع وزارت لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد ولسمشر ته د ځواکونو له مرال او حالت په اړه راپور ورکړ.

نوموړي وویل، چې د کندوز څخه په دفاع کې  امنیتي ځواکونو مسلکي عمل وکړ او د کندوز په نښته کې دښمنانو ته غاښ ماتی ځواب ورکړ.

جنرال مراد علي وویل، چې افغانستان له هیڅ هېواد سره دښمني نه لري.

کندوز ولایت ته د ولسمشر سفر او څرګندونې په داسې حال کې دي، د پنجشنبې پر ورځ د اکتوبر په ۱۵مه د امریکا ولسمشر بارک اوباما افغانستان کې تر ۲۰۱۶ کال وروسته د امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ.

د پلان له مخې به د ۲۰۱۶ وروستیو پورې به نژدې لس زره امریکايي پوځیان پاتې وي او د ۲۰۱۷ کال وروسته به دغه شمېر ۵۵۰۰ ته را ټېټه شي.

دغه ځواکونه به د کابل، بګرام، کندهار او جلال آباد په څلورو پوځي اډو کې مېشت شي.

 

 

 

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام