ملاعمر، د لومړي ځل له پاره د سولې خبرو اترو ته شين څراغ وښود

د طالبانو مشر ملا محمد عمر د را روان کوچني اختر په مناسبت خپلو جنګيالیو ته په ليکلي پېغام کې ويلي، چې له دښمن سره د سولې خبرې اترې د اسلامي اصولو خلاف نه ده.

ده په خپل پېغام کې دا هم ويلي، چې په قطر هېواد کې د طالبانو سياسي دفتر، سياسي فعاليتونه او معضلاتو ته د حل لارې موندل یو روا عمل او د طالبانو حق دی.

نوموړي ویلي دي، چې د اسلام مبارک دین د لارښوونو پر بنسټ له دښمن سره سوله ییز تعامل کولو په موخه لېده کاته او خبرې اترې مانع نه لري.

ملا عمر په دغه پیغام کې، چې د طالبانو په ویب پاڼه کې خپور شوی دی، خپلو ټولو جنګیالیو څخه غوښتي، چې په خپلو جګړو او ځانمرګو بریدونو کې د ولسي وګړو ژوند ته پام وکړي.

د طالبانو امیر زياته کړې، چې نور دولتي چارواکي مه وژنئ ، بلکې د هغوی د اصلاح له پاره کار وکړئ او سمې لارې ته يې هدایت کړئ.

هغه په دغه پيغام کې خپلو ټولو جنګیالیو ته خبرداری ورکړی، که د ولسي وکړو ژوند ته پام ونه کړي دوی به يې له خپلو لیکو وباسي.

ملا عمر د کوچني اختر په مناسبت د مبارکۍ پېغام ترڅنګ ټينګار کړی، چې ټول طالب جنګیالي دې د بهرنیانو تر وتلو پورې خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

ملا عمر په دغه پیغام کې، چې د طالبانو په ویب پاڼه کې خپور شوی دی، خپلو ټولو جنګیالیو نه غوښتي دي، چې په خپلو جګړو او ځانمرګو بریدونو کې د ولسي وګړو ژوند ته پام وکړي.

دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو رهبر د سولې خبرو اترو ته شین څراغ ښودلی دی او د ولسي وګړو د ژوند د خوندیتوب خبره کوي.

که څه هم ملا عمر د پیغام په لومړیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او له بهرنیانو سره پر جګړه کولو ټینګار کړی، خو د سولې په اړه یې له نرم دریځ نه کار اخیستی دی.

د سولې په اړه د ملاعمر نرم دریځ د دې ښکارندويي کوي، چې د سولې پروسې ته د رالیږل شویو استازو سره یې ليده کاته شوې دي.

د طالبانو د استازو او افغان حکومت استازو تېره اوونۍ د پاکستان په منځګړيتوب په مري کې سره خبرې وکړې.

که څه هم ځينو شنونکو داسې ويلي وو، چې په مري کې د سولې خبرو اترو له پاره حاضر شوي کسان هيڅکله د طالبانو استازولي نه شي کولی، خو د ملا عمر په پېغام کې دغه اثر له ورایه ښکاري.

د افغان حکومت چارواکو د سولې په اړه د طالبانو له وروستیو خبرو نه هرکلی کړی او دا یې د افغانستان او سیمې په ټیکاو کې نیک ګام او کار بللی دی.

په دې خپور شوي پیغام کې ملا عمر د قومونو په یووالي ټینګار کړی دی او ویلي دي، چې دوی د قومونو مشروع حقونو ته احترام کوي.

د طالبانو رهبر په دې پیغام کې ویلي، چې که دوی د هېواد واګې په لاس کې واخلي، نو د ټولو افغانانو روا حقونه به ورته وکړي.

ملا عمر له ګاونډیو هېوادونو سره په ځانګړې ډول د پاکستان او ایران له څارګرو ادارو سره د دې ډلې اړیکې لرل رد کړي دي.

د طالبانو رهبر په دې پیغام کې ویلي دي، چې له عصري علومو سره د طالبانو مخالفت پر دوی تور ګڼلی او زیاته کړې يې ده، چې د دوی د فقهي احکامو په رڼا کې د عصري علومو په ګټه ټینګار کوي.

د سولې خبرو اترو دویم دور ۱۵ ورځې وروسته پېل کیږي

له بل لوري دهېواد مشر اشرف غني وايي، چې د سولې خبرو اترو دویم پړاو به ۱۵ ورځې وروسته پیل شي او د یو مشخص چوکاټ پر بنسټ به پر مخ یوړل شي.

ولسمشر غني نن د (جولای په ۱۵مه) د خوست ولایت د ځانمرګي برید د قربانیانو ليدنې په مراسمو کې وویل، چې له طالبانو سره د سولې خبرو په دویم پړاو کې به د تلپاتې سولې لپاره په یو میکانیزم خبرې وشي.

د روانې اوونۍ د یک شنبې په ورځ په خوست ولایت کې د بهرنیانو نظامې هډې ته څېرمه په یوې چاودنې کې ۲۷ ولسي وګړي او ۶ سرتېري و وژل شول.

ولسمشر غني له طالبانو سره لومړۍ خبرې بریالۍ و بللې.

نوموړي وویل، چې پاکستان هېواد ۱۴کاله له افغانستان سره نا اعلان شوې جګړه مخ ته یوړه او اوس " موږ دغه جنګ ته د پای ټکی ږدو."

ولسمشر د خوست له خلکو نه وغوښتل، چې د سولې او ټیکاو له پاره دې له حکومت سره مرسته وکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام