امریکا په ننګرهار کې د داعش په مرکزونو تر ټولو غټ غیراټومي بم کارولی

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت تایید کړې چې د تېرې پنج شنبې په ماښام یې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې پر داعش وسله والو تر ټولو غټ غیراټومي بم کارولی دی.

دغه بم د بمونو د مور په نوم یادول کېږي چې په لومړي ځل افغانستان کې وکارول شو.

د معلوماتو له مخې دغه کارول شوی بم د "جي بي یو ۳۴" په نوم یادیږي، چې نهه مټره اوږدوالی او لس ټنه وزن لري، چې یوازې څه باندي اته ټنه یې چاودتوکي دي.

د سپینې ماڼۍ د رسنیو برخې مشر شان سپایسر ويلي، په دغه برید کې د داعش وسله والو هغه تونلونه او سمڅې په نښه شوي، چې دوی په کې په ازاده توګه تګ راتګ کولو او پر امریکایانو او افغان ځواکونو یې بریدونه کول.

شان سپایسر ویلي، د بم له کارولو مخکې یې د ولسي مرګ ژوبلې او پراخې ورانۍ د مخنیوي له‌پاره لازم اقدامات کړي وو.

په ورته وخت کې افغان حکومت هم دغه پېښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې دغه برید د افغان ځواکونو دعملیاتو پرمهال د ملاتړ له پاره کارول شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام