مشعل: روان کال به د افغانستان د کرېکټ تعمیراتي کال وي

د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل نن ورځ له اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي سره په ګډه خبري غونډه کې د روان کال د پلانونو او دغه راز د بورډ، د غړو سره د شوي کلنۍ ناستي (AGM) په اړه معلومات ورکړل.

عاطف مشعل په خپلو خبرو کې وویل چې د خپلې دورې لومړي کال کې یې پالیسي جوړه کړه او روان کال به د کرېکټ تعمیراتي کال وي.

د نوموړي په وینا، د بورډ په کلنۍ غونډه کې د حکومت له‌خوا ۴ میلیونه ډالر په افغانستان کې د لوبغالو د جوړولو له‌پاره تصویب شول چې ترڅنګ به یې روزنیزې اکاډمۍ هم جوړې شي.

ښاغلي مشعل زیاته کړه، د کابل کرېکټ لوبغالي د پراخېدو ترڅنګ به سږکال په کابل کې د یوه بل نړیوال لوبغالي له‌پاره د ځمکې پيداکېدو په شمول په بهسودو، لغمان او د پکتیا په کرېکټ لوبغالو هم کار پیل کړي.

نوموړي وویل د سږکال له‌پاره ۵ میلیونه ډالر د کرېکټ نړیوالې شورا ، ۱ اشاریه ۳ میلیونه ډالر د الکوزي شرکت له‌خوا او ۵ اشاریه ۸ میلیونه ډالر د حکومت له‌خوا ترلاسه کوي چې د دغې بودیجې د لګولو له‌پاره یې پلان برابره کړی دی.

دغه راز د تېرو کلونو راپه دې خوا ۲ اشاریه ۱ میلیون ډالر له الکوزي شرکت سره پاتي دي چې په بېلابېلو برخو کې به ترې کار واخلي.

نوموړي دغه راز وویل چې وړاندې د افغانستان نړیوالې سیالۍ ۹۵سلنه د افغانستان مینه‌والو له‌پاره په تلویزون خپرې شوي او له دې وروسته هڅه کوي د تلویزوني حقوقو پلورلو، ډېرو پیسو او مینه‌والو جلبولو له‌پاره په ډېرو هېوادونو کې د افغانستان د کرېکټ سیالۍ وښودل شي.

د عاطف مشعل په وینا، د بورډ غړو د دوی له‌خوا ۴ بېلابېلو د غوراوي کمېټې چې له‌مخې به یې لوبغاړي په شفافیت سره غوره کېږي؛ مالیاتي پالیسي چې د راتلونکیو او تلونکیو پیسو شفافه پروسه به ولري؛ بشري منابع چې له‌مخې به یې کارکوونکي خپل حقوق وپېژني او هم به دایمي تړون ولري او د خریدارۍ پالیسۍ چې د یوې شفافې پروسې له لارې به تړونونو کېږي هم تصویب کړل چې د کرېکټ بورډ ادارې د اصلاحاتو له‌پاره یو ښه قدم دی.

د کرېکټ بورډ مشر زیاته کړه د بورډ غړیو له منظورۍ وروسته به اوس د کرېکټ بورډ د داخلي تفتیش له‌پاره یوه کمېټه جوړیږي او هم به د اعتراض کوونکیو کارکوونکیو غږ اورېدل کېږي.

ښاغلي مشعل له هندي کمپنۍ «سنکسرز سپورټس» سره د شوي تړون دفاع وکړه چې په وینا یې د «افغانستان شل اوریزه پریمیرلیګ» سیالیو کې د افغانستان ګټه ده او هرکال به افغان کرېکټ بورډ ته ۶ لکه ډالر ګټه راځي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د افغانستان په لومړي پړاو (A20PL) کې به د کابل، ننګرهار، بلخ، لویې پکتیا، هرات او کندهار په نوم لوبډلې ولوبېږي.

عاطف مشعل وویل چې د ملي لوبډلې د روزونې له‌پاره غټ نوم نه بلکې ښه نوم په کار دی او دوی د ویسټ انډيزي پیل سیمینز تر مشرۍ له‌پاره نوې ۳ کسیز موقتي روزونکي ډلې له ګومارنې پوره خوښ او ډاډه دي چې ښې پایلي به ولري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام