د مشرانو جرګې یو شمېر غړو نن سه شنبه(نومبر۲۴مه) په خپله عمومي غونډه کې د ملي یووالي له حکومته وغوښتل، چې د پارلماني ټاکنو نېټه مشخصه او د ټاکنو د کمېسیون له پاره بې پرې کسان غوره کړي.
د افغانستان د اساسي قانون سره سم پارلماني ټاکنې باید د روان کال په پسرلي کې ترسره شوې وی، خو د ملي یووالي حکومت د خپلمنځي لانجو له کبله وځنډېدلې.
د جرګې غړو په خپلو څرګندونو کې په هېواد کې د روان هر اړخیز حالت په اړه اندېښنې څرګندې کړې او ویې ویل، که حالات همداسې دوام وکړي؛ د ټاکنو د ژر پیلېدا امکان به له منځه لاړ شي.
ګل احمد اعظیمي وویل، که وضعیت همدا ډول روان وي؛ نو تمه نه لري، چې په راتلونکو دوو کلونو کې هم ټاکنې وشي.
اعظیمي پر ولسمشر غږ وکړ، چې لاس په کار شي او د پارلماني ټاکنو نېټه معلومه کړي.
د مشرانو جرګې وکیلانو په ټینګار سره د ټاکنو د دواړو کمېسیونو کړنو ته په اشارې سره داهم وویل، چې د ټاکنو د غوراوي د کمېسیون غړي باید په ټوله معنا بې پرې وي.
د جرګې غړې فوزیې سادات څمکنۍ وویل، چې د غوراوي د کمېسیون له پاره باید په انتخابېدونکو کسانو کې له ډېر دقت نه کار واخیستل شي او داسې کسان ورته غوره شي، چې په هیڅ سیاسي ډلې او طرف پورې تړاو ونه لري.
د اساسي قانون د پنځم فصل په ۸۳ مه ماده کې ويل شوي، چې د ولسي جرګې نېټه په پنځم کال، د چنګاښ پر لومړۍ نېټه د ټاکنو د پایلو څخه وروسته پای ته رسېږي او نوې شورا کار پیلوي.
یو ځل مخکې هم ولسمشر د یو فرمان په صادرولو سره د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه غوښتي وو، چې د پارلماني ټاکنو، نوم ثبتونې او کمپاینونو له پاره نېټې وټاکي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون درې ځلې د پارلماني ټاکنو او د ولسوالیو د شوراګانو لپاره نېټې تعین کړې وې، خو چا ونه منلې.
د ټاکنو د کمېسیون مرستیال عبدالرحمان هوتک له قوله د روان کال د ثور په دویمه، بیا د ثور پر ۱۸مه ۱۳۹۵ او بیا ۲۷ سنبله ۱۳۹۵ نېټه د پارلماني ټاکنو له پاره حکومت ته وړاندې کړې وې، خو د بودېجې او د امنیت د نه شتوالي له امله د حکومت له خوا رد شوې.