په کابل کې مدني فعالان وايي، کوم محصل چې څو ورځې وړاندې د طالبانو له خوا په مېدان وردګو ولایت کې د طالبانو له خوا په دار وځړول شو د هغه مړی اوس هم په دار ځوړند پاتې دی او څوک يې پوښتنه هم نه کوي.
دوی د يوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې په میدان وردګو ولایت کې د یو افغان محصل په دار ځړول وغندل.
دغه غونډه، چې د "زما ګناه څه وه؟" تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه پهکې دا هم وویل شو، چې حکومت دې د طالبانو له خوا په دار ځړول شوي محصل انجینر فیض الرحمن مړی د هغه کورنۍ ته په سپارلو کې مرسته وکړي.
دغه مدني فعالانو خبري ناستې ته وویل، چې د تېرې جمعې د ورځې راهیسې تراوسه وژل شوی محصل په دار ځوړند دی.
مدني فعالې حمیدې وردک په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د ځوانیمرګ انجینیر مړی اوس هم په دار ځړیدلی دی او کورنۍ يي د وژل شوي زوی د جسد غوښتنه کوي.
هغې زیاته کړه، چې حکومت دې د وژل شوي محصل کورنۍ ته پاملرنه وکړي او د جسد تر لاسه کولو له پاره دې ګړندي ګامونه واخلي.
له بل لوري بیا بل مدني فعال، انجینیر شیراحمد فیضي ته وویل، چې د هیواد دوښمنان په داسې کړنو غواړي ویره رامنځته کړي او ځوانان له علم او فرهنګ نه محروم کړي.
فیضي زیاته کړه، چې وسلهوال په دې لټه کې دي چې د حکومت او ولس ترمنځ واټن رامنځته کړي.
د نوموړي پر خبره حکومت باید د اکاډمیکو او مذهبي ځایونو امنیت خوندي کړي.
اخوا بیا د مېدان وردګو والي ویاند عبدالرحمان منګل رسنیو ته ویلي، چې دوی په دې هکله بشپړ معلومات نه لري او معلومات به له رسنیو سره وروسته شریکه کړي.
په ډاګه دې وي، چې وسلهوالو طالبانو د تیرې پنجشنبې په ورځ د کابل پولیتخنیک پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي د څلورم کال محصل فیض الرحمان د مېدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ له "اونخی" سیمې څخه وتښتاوه او د جمعې په ورځ یې د چک ولسوالۍ په "ګوډه" سیمه کې يې پر دار وځړولو.