سلام وطندار ته رسېدلي اسناد او مدارک ښيي چې د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبیبزی او د کابل ښاروالۍ لوړپوړي سلاکاران شیخاحمد متین او عزیز ګلستانی لهدې مخکې په «EPRSO» موسسه کې همکاران وو.
مدارک ښيي چې د کابل د سرپرست ښاروال په توګه د عبدالله حبیبزی له تقرر سره هممهاله د خیرخانې کوتل د واټ، د کابل ـ لوګر واټ، د رحمان مېنې د E برخې د واټونو، د خوشالخان مېنې د ج برخې د واټونو او دشتپډولې پروژې د ډیزاین چارې، د ودانیو او غیرمعیاري ښارګوټو د معیاري کولو پروژه او حتا د لومړنیو سروېګانو اجرا او ګڼ نور قراردادونه له «EPRSO» توامیت تحقیقي او انجنیري خدماتو غیرانتفاعي موسسې ته ورکړل شول.
سلام وطندار ته رسېدلي مدارک ښيي چې «اپلتن» مشورتي خدماتي شرکت، «سرنوشت» مشورتي او خدماتي شرکت چې د «EPRSO» توامیت تحقیقي او انجنیري خدماتو موسسې سیالان وو او د تجربې او داوطلبۍ په لحاظ په ښه مقام کې کې وو؛ داوطلبۍ ته له رامخکېکېدو نه وړاندې صحنې وویستل شول.
اپلتن شرکت له څو کلنې تجربې او ۵۰ میلیوني افغانۍ له سرمايې سره دې پروژو ته ۶،۷۷۸،۱۱۹.۹۴ افغانۍ وړاندیز کړیو؛ خو «EPRSO» موسسې د ۱۲،۳۸۲،۲۰۰ افغانیو په وړاندیز سره دا پروژې خپلې کړې.
د پروژو دا ډول ورکول، له اداري فساد سره د مبارزې د تګلارې پر پليکولو د څار قانون د درېیمې مادې شپږم بند پر بنسټ «له صلاحیتونو نه سوءاستفاده» ګڼل کېږي.
خو د کابل ښاروالۍ ویاند جلیل سلطاني داوطلبۍ ته د پروژو د وړاندې کولو په اړه بل ډول نظر لري: «کابل ښاروالۍ په تېر یونیم کال کې د میلیاردونو ډالرو په لسګونو او سلګونو پروژې لاسلیک کړيدي. که د فساد موضوع وی؛ تاسو به د دې قراردادونو یو پر څلورمه برخه لیدلې وی چې «EPRSO» موسسې ته ورکړل شوېده. دې موسسې ته یوازې د ځېنو پروژو د ډیزاین او تحقیق چارې ورکړل شوي چې د تخصص او کاري مخینې په لرلو سره یې د دې وړتیا لرله چې په رښتیني او شفاف ډول د تدارکاتي پروسې په طی کولو دا پروژې ورکړل شي چې اسناد یې هم شته.»
د دې مدارکو په یوه بله برخه کې راغلي چې د کابل د سرپرست ښاروال په توګه د عبدالله حبیبزي له مقررۍ وروسته «EPRSO» موسسې د هغه د بهرنیو سفرونو مصارف ورکړيدي.
۲۸ زره او ۵۹۰ ډالر، امریکا ته د کابل د سرپرست ښاروال د سفر مصرف، ۴۷۳۰ ډالر هند ته د هغه لګښت او په امریکا کې د اخوا دېخوا شیانو د اخیستلو لهپاره ۷۰۰۰ ډالر نور مصارف وکړل شويدي.
خو د کابل ښاروالۍ ویاند وايي، عبدالله حبیبزی د کابل د سرپرست ښاروال د معاش ترڅنګ د کابل پوهنتون د استادۍ له معاشه او همدارنګه د «EPRSO» توامیت تحقیقي او انجنیري خدماتو موسسې له غړیتوبه اخیستل شویو پیسو باندې بهرنیو هېوادونو ته سفر او لګښتونه کړيدي.
ښاغلی حبیبزی په ۲۰۱۶ کال کې د کابل د ځایناستي ښاروال شو. دی په ټولنیزو رسنیو کې نسبتاً نورو دولتي چارواکیو ته په فعال مامور مشهور دی.