محب: د اورکم پر مهال او ترې را وروسته نیول شوي کسان تبادله کې نه منو

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، طالبان له اورکم اوونۍ را په دې خوا ځینو سیمو او لویو لارو کې بې‌ګنا کسان نیسي، څو پرې د حکومتي بندیانو لېست اوږد کړي.

نوموړي یوې تلویزیوني مناظره کې وویل، طالبان دا کسان له دې کبله نیسي څو د حکومتي بندیانو زر کسیز لیست پوره کړي او بیا یې حکومت سره د خپلو بندیانو په بدل کې تبادله کړي.

د محب په وینا، طالبانو سره د سلو په شاوخوا کې حکومتي کسان بندیان دي او دوی په دغو تازه نیونو سره غواړي د تبادلې لپاره د بندیانو شمېر ډېر کړي.

خو هغه وايي، حکومت به تبادله کې هغه کسان ونه مني چې د اورکم پرمهال او یا هم وروسته له هغې طالبانو نیولي یا یې نیسي.

په همدې حال کې د چارو کتونکی محب الله شریف هم وايي، طالبان د خلکو په برمته کولو سره چې اوسمهال دغه لړۍ تر بل هر وخت زیاته شوې غواړي، خپل زر کسیز لېست پوره کړي.

خو شریف د امنیت شورا اقدام د حل لاره نه بولي او زیاتوي، په دې اړه باید په نړیواله کچه یوه تګلاره موجوده وي.

په دې تړاو:

طالبانو ۵۵ ملکیان تښتولي چې «بیا یې له حکومت سره تبادله کړي»

طالبان: تر هغه چې زموږ بنديان خوشې نه‌شي، بین‌الافغاني خبرې نه پيلوو

محب الله شریف زیاتوي چې دا هم شونې ده چې ملکي مامورین یا حکومت ته نږدې خلک له اورکمه په ګټې اخیستو غواړي کلیو ته لاړ شي، د طالبان له لوری نیول کېږي، ترڅو دا زمینه محدوده کړي.

خو پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وایي، د دغو کسانو په نیولو سره زر کسیز نوم لړ نه پوره کېږي او دا چې طالبان د حکومت خلک نیسي یا حکومت د هغوی، دا یوه معمولي خبره ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو  په اورکم اوونۍ کې د سمنګان د دره‌صوف بالا ولسوال برمته کړ او دوه ورځې وړاندې یې د کابل ـ کندهار پر لویه لار له شلو ډېر کسان له موترو ښکته او ځان سره بوتلل چې د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې بېرته را خوشې شول.

تازه مورد کې طالبانو تېره ورځ د میدان وردکو ولایت د چک ولسوالۍ شاوخوا ۵۵ ملکي کسان ځان سره بیولي دي.

مونږ هڅه وکړه د موضوع په تړاو د طالبانو غبرګون هم ترلاسه کړو خو بریالي نه‌شوو.

په دې تړاو:

بغلان؛ طالبان د خپلو بندیانو نوملړ جوړوي

د کابل او هرات مدني فعالان او ښځې: پنځه زره طالب بندیان دې نه خوشې کېږي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام