غني: رسنۍ باید خپلو ملي ګټو ته ترجيح ورکړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې حکومت يې د بیان پر ازادۍ مطلق باور لري، خو رسنۍ هم باید ملي ګټو ته ترجيح ورکړي.

هغه چې نن پنجشنبه (اکټوبر ۱) ماښام د کندوز د سقوط په اړه خبري کنفرانس درلود زیاته کړه، هيڅوک نه شي کولی، چې د افغانستان له اوسني کړکېچن وضعیت څخه ګټه واخلي.

هغه زیاته کړه، چې په کندز کې ټولې لارې د امنیتي کمیسیون تر کنټرول لانډې دي او" هغوی ته مې لارښوونه کړې، چې غیر مسوولو افرادو ته ښار ته د ننوتلو اجازه ورنه کړي."

غني له ټولو هېوادوالو د وطن د دفاع په خاطر له چمتو والي د مننې ترڅنګ دا هم وویل، چې د وسلې استعمال يواځې د نظام په چوکاټ کې ممکن دي.

هغه هدایت ورکړ، چې ټولې قواوې د هغو کسانو پر وړاندې چې "زموږ سر، مال، عزت او امنیت ته ګواښ پېښوي په یوه لیکه کې ودرېږي."

محمد اشرف غني زیاته کړه، چې دښمن نه شي کولی د خلکو قوي او راسخ عزم ته زیان ورسوي او ټول افغان امنيتي ځواکونه د دې وړتيا لري، چې د مخالفو وسله والو هرډول تهاجمي بريدونو ته ځواب ورکړي.

هغه دا هم وویل، چې افغان امنيتي ځواکونه تر اوسه هيڅ تلفات نه لري.

غني وویل، چې د قانون د حاکمیت او د باور فضا د رامنځته کولو له پاره لازمه ده، چې ټول د ملي اردو او ملي پولیسو په لیکو کې تنظیم شي اوځوانان باید د امنيتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې ځانونه تنظیم کړي.

د افغانستان ولسمشر زیاته کړه، چې افغانان د یو ماهر او مکار دښمن سره مخامخ دی او باید د تروریزم تمیلونکي هېواد ته لاسونه یو او انزوا لور ته يې کوښښ وشي. 

ولسمشر غني زیاته کړه، چې د قانون د حاکمیت او د باور فضا د رامنځته کولو لپاره لازمه ده، چې ټول د ملي اردو او ملي پولیسو په لیکو کې تنظیم شي. ځوانان هڅوم چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې ځانونه تنظیم کړي.

همدارنګه د یو بل خبر له مخې غني ویلي، چې د څېړنو په رڼا کې به هغوی چې په خپلو دندو او مسوولیتونو کې یې غفلت کړی مجازات شي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه افسران او منسوبین به تقدیر کړي، چې د کندز ښار په بېرته نیولو کې یې مېړانه کړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام