لویې څارنوالۍ ملي امنیت او د کورنیو چارو وزارت ته د هرات ولایتي شورا رییس د نیولو امر کړی دی او ممنوع الخروج یې اعلان کړی دی.
د هرات استیناف څارنوالۍ یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې د دې ولایت د ولایتي شورا رییس کامران علیزايي له خپلو ساتونکو سره د څارنوالۍ په دفتر برید کړی او په ناقانونه ډول یې د ټولګټو ریاست یو انجینیر چې په بډو اخیستلو تورن شوی و له ځانه سره وړی دی.
دغه انجینیر څو اونۍ مخکې د دې ولایت د ښاروالۍ له خوا د ۸ زره امریکايي ډالرو په بډو اخیستلو تورن شوی و.
د سرچینې په خبره د ولایتي شورا رییس ساتونکو د څارنوالۍ ساتونکو وهلي او ډبولي دي.
د څارنوالۍ مسوولینو له ولایتي ادارې غوښتي، چې موضوع په جدي ډول تعقیب کړي.
د هرات ولایت مقام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سر ویلي، د څارنوالۍ په قانوني چارو کې مداخله د قانون خلاف کار دی او زیاتوي، د څارنوالۍ حریم ته د سپکاوي او د عدالت د ټینګښت له پاره یې دغه موضوع مرکز ته سپارلې ده.
له بل لوري د ولایتي شورا رییس کامران عليزايي دغه تورونه ردوي او وايي، چې د ټولګټو ریاست دغه انجینیر بې ګناه و.
نوموړی وايي، څارنوالۍ د سترو مجرمینو او فساد کوونکو پر ځای بې ګناه خلک نیسي.