د لاریون ګډونوالو له سلام وطندار سره په خبرو کې، دعوه وکړه، چې دوی ته په ورکړل شوي ښارګوټي د ولایتي شورا مرستیال خېټه اچولې ده.
لاریونوالو ګواښ وکړ، که غږ یې وا نه اوریدل شي؛ ځانونه به تر ملي شورا او ارګه ورسوي.
له پاکستانه شاوخوا ۴۰۰ تازه راستانه شوي کډوال نن چهارشنبې د (می پر ۴مه) د لوګر ولایت مرکز په پل علم کې د اعتراض په توګه د ولایتي شورا دروازه وتړله او وکیلان یې کار ته پرې نه ښودل.
لاریون کوونکو ګواښ وکړ، که غږ يې وا نه آوریدل شي؛ د ولسي جرګې او ارګ مخې ته به هم لاریونونه وغځوي.
د لمبات ګل په نوم يو تن اوسېدونکی وايي: "زه د دیوبندي د سیمې د خلکو استازی یم موږ یو کال کېږي، چې له پاکستانه راستانه شوي یو، ولایتي ادارې موږ ته ځمکه راکړې، خو د ولایتي شورا وکیل چې شپږ ساتونکي هم له ځان سره ګرځوي، د وېش مخه نیولې ده."
دی وايي، چې د ولایتي شورا غړي قسیم خوشیوال يې پر ځمکو قبضه کړې.
خو د لوګر د ولایتي شورا مرستیال حاجي محمد قسیم خوشیوال سلام وطندار سره په اړیکه کې پر ده لګېدلي تورونه رد کړل او زیاته يې کړه، چې هر وخت له ولس سره خبرو ته چمتو دی.
دی وايي، ځېنې داسې کړۍ شته، چې د ولسونو ترمنځ درز اچوي او دی هېڅکله د ولسونو خنډ نه ګرځي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان په ترڅ کې د لوګر ولایتي ادارې ته لارښوونه کړې وه، چې په دغه ولایت کې غصب شوې ځمکې له غاصبینو را وګرځوي او د دولتي ځمکې پر غصب تورن کسان قانون ته وسپاري.