په افغانستان کې د (سیکا) موسسې په مالي او د کرکټ بورډ په تخنیکي همکارۍ په لوګر ولایت کې د کرکټ روزنیزه اکاډمي ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه.
د لوګر کرکټ بورډ ادارې د خبرپاڼې له مخې، دغه روزنیزه اکاډمي د (پل ښار) په هغه مرکزي سیمه او ځمکه کې رغول شوې ده، چې د دې ولایت کرکټ لوبغالي ته ځانګړې شوې ده.
د چارواکو په وینا، په دې روزنیزه کرکټ اکاډمۍ کې د مناسبې احاطې ترڅنګ ۲ معیاري پیچونه هم د لوبې کولو له پاره چمتو شوي دي.
خبر پاڼه کاږي، د افغانستان کرکټ بورډ د پرمختیایي څانګې مسوول داوود بابر، د مس عینک زون مشر حاجي حلیم او یو شمیر نورو په موجودیت پرانیستل شوه.
د اکاډمۍ د پرانیستې په مراسمو کې د کرکټ بورډ د پرمختیايي څانګې مشر داوود بابر له سیکا موسسې څخه مننه وکړه، چې په ټولو امکاناتو برابره اکاډمي یې جوړه کړې ده.
د نوموړي په وینا، په دې روزنیزه کرکټ اکاډمۍ کې به لوبغاړي ښې تخنیکي روزنې ترلاسه کړي او غوره لوبغاړي به دلوګر ولایت منتخبو لوبډلو ته ترې کار واخیستل شي .
دغه راز د لوګر کرکټ مسوول محمد اجان حقيار ټولو لوګر میشتو ته د يادې روزنیزې کرکټ اکاډمۍ د جوړیدو مبارکي وویله.
د حقیار په وینا، چې د دې روزنیزې اکاډمۍ جوړیدل لوګر ولایت ته ستره لاسته راوړنه ده او په دې برخه کې یې له مربوطه ادارو او خپلې کاري ډلې څخه مننه وکړه.